د لاس رسي وړ اتصالات

پاکستان کې د افغان کډوالو د پاتې کیدو موده غځول کیږي


د کډوالو او راستنیدونکو چارو وزیر بلخي وایي اوسمهال په پاکستان کې یو نیم میلیون داسې افغانان ژوند کوي چې ثبت او راجسټر نه دي.
د کډوالو او راستنیدونکو چارو وزیر بلخي وایي اوسمهال په پاکستان کې یو نیم میلیون داسې افغانان ژوند کوي چې ثبت او راجسټر نه دي.

د افغانستان د کډوالو او راستنیدونکو چارو وزیر سید حُسین عالمي بلخي تیره اونۍ د یو حکومتي پلاوي په مشرۍ پاکستان ته تللی وو، نن يې په کابل کې د خپل سفر د نتایجو په اړه خبریالانو ته د معلوماتو ورکولو پر مهال وویل، په پاکستان کې ټولټال درې میلیونه او سل زره افغان کډوال ژوند کوي، چې یو نیم میلیون یې نه دي راجسټر شوي.

ښاغلي بلخي وویل، له پاکستان او د کډوالو لپاره د ملګرو ملتونو له ادارې (UNHCR) سره، له درې اړخیزو خبرو اترو وروسته موافقه وشوه چې له پاکستان څخه به افغان کډوال په داوطلبانه، باعزته او په تدریجي توګه بیرته افغانستان ته ستانه شي.

هغه وویل "ښايي د داوطلبانه او تدریجي ستنیدو چاره تر لسو کلونو دوام وکړي، چې ټول مهاجرین د همدې سیاست له مخې بیرته ستانه شي او هغه کډوال چې کارتونه یې ۹ نیمې میاشتې اعتبار لري، اوس ډير ژر وو چې موږ یې په اړه خبرې کړې وای، موږ په راتلونکې کې نورې درې اړخیزې او څلور اړخیزې غونډې لرو په دې مسایلو به خبرې وکړو، خو کله چې پاکستان له موږ سره دا ومنله چې د کډوالو بیرته ستنیدل به داوطلبانه، تدریجي، او د افغانستان له وس سره برابر وي دا په دې معنی ده چې کارتونه به بیا تمدید شي."

د کډوالو او راستنیدونکو چارو وزیر وویل چې اوسمهال په پاکستان کې یو نیم میلیون داسې افغانان ژوند کوي چې د باکستان له حکومت سره ثبت او راجسټر نه دي او په ناقانونه توګه په دغه هیواد کې ژوند کوي.

ښاغلي بلخي وویل، په دې اړه هم له پاکستاني لوري سره هوکړه شوې، چې دغه شمیر افغان کډوال په خپل هیواد کې ثبت او راجسټر کړي، چې د دغې چارې د سمبالولو لپاره یوه ګډه کميته هم جوړه شوې ده.

د کډوالو وزیر وویل "گډه کمېټه کار کوي، ټاکل شوې چې تر یوې میاشتې پورې دغه کميته د کډوالو راجستر لپاره خپل ترتیبات بشپړ کړي، او ما د پاکستان د سرحدونو، قبایلو او مهاجرینو وزیر ته بلنه ورکړه چې د ګډې کمیټې د کارونو له بشپړیدو وروسته افغانستان ته راشي او یو هوکړه لیک لاسلیک کړو او له هغې وروسته به په رسمي ډول د راجسټر چارې شروع شي."

له شاوخوا درېو میاشتو راهیسې پاکستاني پولیسو په خیبر پښتونخوا کې د میشتو افغانانو په نیولو او د هغوی په زورولو لاس پورې کړ چې په سلګونو کورنې دې ته اړ شوې چې له پولې دیخوا واوړي.

د تیر زیږدیز کال د ډیسمبر میاشتې په ۱۶مه نیټه د خیبر پښتونخوا په پیښور ښار کې پر یو ښوونځي له برید وروسته، چې ورکې په لسګونه زده کوونکي او ښوونکي ووژل شول، په خیبر پښتونخوا کې پر میشتو افغانانو سختیو زور واخیست.

XS
SM
MD
LG