د لاس رسي وړ اتصالات

د امریکا په کالیفورنیا کې په یوې محکمې کې چاودنه شوې


تصویر: ارشیف
تصویر: ارشیف

د متحدو ایالتونو د کالیفورنیا په ایالت کې د چهارشنبې په ورځ سپتمبر ۲۵ (تلې څلورمه) په یوې محکمې کې دننه یوه کوچنۍ چاودنه شوې او محکمه تړل شوې ده.

عیني شاهدان وايي په محکمې کې دننه یو کس د اعتراض په ډول یوه چاودېدونکې وسیله وغورځوله. پولیسو اعلان کړی چې د پېښې په ځای کې یو کس نیول شوی او دوه نور ژوبل دي.

یو مدافع وکیل بل اسمن وویل چې د سانتا ماریا د محکمې ودانۍ ته له داخلېدو وروسته یې شورماشور واورېده. دا سیمه د لاس انجلس په ۲۴۰ کیلو میترۍ کې ده.

نوموړي د فرانسې خبري اژانس ته وویل: «ما د چاودنې غږ واورېده او چا چیغې وهلې چې دا بمب دی، بمب دی بمب دی.» هغه وايي چې لسګونه کسان یې ولیدل چې تښتېدل.

نوموړي وویل چې یو کس، چې پولیسو نیوه، هڅه کوله وتښتې. هغه وايي کله یې چې دا نیول شوی کس لاندې راښکته کوه، چیغې یې وهلې چې د خوړو او درملو ادارې له لوري «هرکال ۹۰۰۰۰۰ کسان وژل» کېږي. دا د متحدو ایالتونو د حکومت یوه اداره ده چې د درملو لپاره اصول او مقررات ټاکي.

دغه مدافع وکیل وویل چې دا یو ګډوډ حالت و. د سانتا ماریا د سیمې محکمه هغه ځای دی چې په ۲۰۰۵ کال کې د پاپ د مشهور سندرغاړي مایکل جکسن په کې د ماشومانو د جنسي ځوروونې په تور محکمې ته وړاندې شوی و.

پولیسو د کالیفورنیا د سانتا باربارا په ښار کې تائید کړې چې یو کس یې نیولی دی. د پولیسو د ځايي مشر له خولې د ایکس په ټولنیزې شبکې کې لیکل شوي‌ چې «د دوو زخمي کسانو، چې ژوند ته یې خطر نه شته، راپور لرو. یو کس سمدستې نیول شوی» دی.

پولیسو ویلي دي چې چاودنه په کور کې دننه په لاس د یو جوړ شوي بمب له کبله وه.

دا چاودنه داسې مهال کېږي چې متحده ایالتونه د ټاکنو لپاره چمتوالی نیسي. د دغې میاشتې په پیل کې یو وسله وال کس په فلورېډا کې د ګلف په یو میدان کې د جمهوري ریاست د کاندید ډونالډ ټرمپ د وژلو هڅه وکړه.

دغه تورن کس راین واسلي روټ نومېږي، ۵۸ کلن دی او نیول شوی دی.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG