د لاس رسي وړ اتصالات

پوتین له اوکراین سره د مرستو په اړه لویدیځ په اتومي وسلو وګواښه


د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین د چهارشنبې په ورځ سپتمبر ۲۵ (تلې څلورمه) وویل که د اتومي وسلو لرونکي هر لویدیځ هېواد په روانې جګړې (متعارف برید) کې د روسیې په ضد له اوکراین سره مرسته وکړي، مسکو به دا «د روسیې په فدراسیون باندې ګډ برید» وګڼي.

پوتین دا څرګندونې د خپل هېواد د امنیت شورا په غونډه کې کړې دي، دا شورا د روسیې د اتومي وسلو په اصولو او لارښود کې د بدلون وړاندیزونه ارزوي.

پوتین وویل چې د «روسیې په فدراسیون باندې د ګډ برید» وړاندیز د دغه هېواد د اتوم په اصلاح شوي لارښود کې شامل دی.

لا معلومه نه ده چې روسیه به دا ډول برید ته په اتومي وسلو ځواب ووایه که نه، خو په نویو وړاندیزونو کې د دغو وسلو کارول شامل دي.

د روسیې ولسمشر له پخوا څخه امریکا او ناټو ته خبرداری ورکړی و که اوکراین ته د روسیې په ضد د لویدیځ د لېرې واټن وېشتونکو توغندیو د کارولو اجازه ورکړي، دا کار به د روسیې او ناټو د غړو ترمنځ د جګړې دروازه پرانیزي.

روسیه ورو ورو د اوکراین سیمې نیسي او هڅه کوي چې لویدیځ هېوادونه له اوکراین سره له قوي مرستو څخه زړه توري کړي.

په همدې حال کې د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انتوني بیلینکن د چهارشنبې په ورځ له اوکراین سره د ۳۷۵ میلیون ډالرو په ارزښت نوې پوځي مرسته اعلان کړه. په دغو مرستو کې د راکټ توغولو دستګاه، کلستر مهمات او خفیف جنګي وسایط شامل دي.

له ۲۰۲۲ کال راپدیخوا متحدو ایالتونو له اوکراین سره ۱۷۵ میلیارد ډالرو په ارزښت پوځي او اقتصادي مرستې کړي دي.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG