د لاس رسي وړ اتصالات

افغانانو ته د امریکا د کډوالۍ د ځانګړو ویزو په ورکولو کې بې ساري زیاتوالی راغلی


په ۲۰۲۳ کال کې شاوخوا ۲۶۵۰۰ افغانانو ته د امریکا متحده ایالاتو ته د کډوالۍ ځانګړې ویزې ورکړل شوي
په ۲۰۲۳ کال کې شاوخوا ۲۶۵۰۰ افغانانو ته د امریکا متحده ایالاتو ته د کډوالۍ ځانګړې ویزې ورکړل شوي

د هغو افغانانو شمېر چې د مهاجرت د ځانګړي ویزې د پروګرام له لارې متحده ایالاتو ته راغلي، تیر کال د مخکني کال په پرتله دوه برابره زیات شوی دی.

د امریکا د متحده ایالاتو د حکومت د رسمي شمېرو له مخې په ۲۰۲۳ کال کې شاوخوا ۲۶۵۰۰ افغانانو ته د امریکا متحده ایالاتو ته د کډوالۍ ځانګړې ویزې ورکړل شوې، په داسې حال کې چې په ۲۰۲۲ کال کې ټولټال ۱۱ زره ویزې ورکړل شوې وې.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت یو ویاند تائید کړه چې په ټوله نړۍ کې د امریکا د قنسولګریو له لارې د کډوالۍ څه باندې ۱۸ زره ځانګړې ویزې صادرې شوي او پر دې سربېره څو زره نورو افغان اتباعو چې مخکې له مخکې امریکا ته راغلي وو، د اوسېدو شرایط یې ددې پروګرام په اساس برابر شوي دي.

د ۲۰۲۱ کال له اګسټ څخه د ۲۰۲۲ کال تر سپتمبر پورې، متحده ایالاتو هغو لسګونو زرو افغانانو ته چې د پخواني افغان حکومت له نسکورېدو وروسته او د پوځي تخلییې د عملیاتو په ترڅ کې متحده ایالاتو ته لېږدول شوي وو، موقتي محافظتي حیثیت ورکړی دی.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت دغه ویاند د امریکا غږ د یو بریښنالیک په ځواب کې لیکلي: "موږ سرچینې زیاتې کړي او د مهاجرت د ځانګړو ویزو د غوښتنلیکونو د پروسس کولو لپاره مو د کارمندانو شمیر زیات کړي."

متحده ایالاتو ته د مهاجرت د ځانګړو ویزو په ورکولو کې زیاتوالی د پخوانیو امریکایی پوځیانو او د امریکایی ځواکونو د پخوانیو همکارانو د ملاتړو ډلو د غوښتنو له زیاتوالي سره هم مهاله دی چې غواړي د هغو افغانانو د بیا میشتیدنې پروسه ګړندۍ کړي چې په افغانستان کې د امرزیکا د د دوو لسیزو حضور په ترڅ کې یې له امریکایي سرتیرو او پروژو سره کار کړی دی.

یو شمېر فعالان طالبان پدې تورنوي چې د کډوالۍ د ځانګړو ویزو لپاره مستحق افغانان په نښه کوي او بندیان کوي، په داسې حال کې چې متحده ایالاتو په تیرو دوه نیم کالو کې چې طالبان په افغانستان کې واکمن شوي امریکا ته د بیا میشتیدنې په شرایطو برابرو افغانانو لېږدولو ته دوام ورکړی دی.

د روان کال تر جنورۍ میاشتې پورې د افغانانو لپاره څه باندې ۹۰۰۰ اصلي ځانګړې ویزې منظورې شوې او د لاسرسي وړ وې، په داسې حال کې چې د دغې ځانګړې ویزې د ترلاسه کولو له پاره له ۱۰۰ زرو څخه زیات غوښتنلیکونه د واجدو شرایطو لرونکو افغانانو له خوا سپارل شوي، چې ددې جملې څخه تېر کال د دغو غوښتنلیکونو ۶۷ زره یې منظورۍ ته په تمه وو.

له ۲۰۰۸ کال راهیسې، نږدې ۱۲۰ زره افغان اتباعو ته د کډوالۍ ځانګړې ویزې ورکړل شوې دي.

د دغه پروګرام د چټکتیا په موخه د امریکا د بهرنیو چارو وزارت تېر کال د دغه هېواد له کانګرس څخه غوښتي وو، چې افغانانو ته د کډوالۍ شل زره ځانګړې ویزې ورکړي، خو تر اوسه دغه غوښتنه نه ده منل شوې.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویاند امریکا غږ ته وویل: "وروسته له هغه چې د کانګرس لخوا منظور شوې ویزې صادرې شي د بهرنیو چارو وزارت به ونه توانیږي چې نورې ویزې صادرې کړي."

متحده ایالاتو د مهاجرت د ځانګړو ویزو په ورکولو سربیره په تیر کال کې د نورو پناه غوښتونکو د منلو کچه هم لوړه کړې ده.

په ۲۰۲۳ کال کې تر ۶۴۰۰ ډېر افغان پناه غوښتونکي په امریکا کې مېشت شوي، چې د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د شمېرو له مخې په تېرو دوو لسیزو کې دا شمیره بې ساری ده.

د ځانګړي مهاجرت ویزې پروګرام لپاره د شرایطو لرونکو افغانانو سربیره، په ځانګړې توګه هغه کسان چې د طالبانو له واکمن کیدو مخکې یې د مدني ټولنې له موسسو سره کار کړی، کولای شي له دریم هیواد څخه متحده ایالاتو ته د پناه او بشري بیا میشتیدنې غوښتنه وکړي.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG