د لاس رسي وړ اتصالات

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر قطر کې له افغان کډوالو سره وکتل


د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلینکین په قطر کې د هغو افغان کډوالو له کمپ‌ نه لیدنه وکړه چې متحده ایالتو ته د تللو انتظار باسي.

بلینکین د سه شنبې په ورځ نومبر ۲۲ (لیندۍ اوله نېټه) ددې لیدنې پر وخت وویل چې قطر د افغانانو د تخلیې په بهیر کې مهم رول لوبولی او ورسره د متحده ایالتو او دوحې ترمنځ مشارکت پیاوړی شوی دی.

هغه وویل: "قطر له متحدو ایالتونو سره د زرګونو هغو افغانانو چې له ګواښ سره مخامخ وو، چې پکې مرستندویه کار کوونکي، ډیپلوماټان او نور شامل وو،‌ په ځای پر ځای کولو کې مهم رول ولوباوه. د بل هر ځای په پرتله زیات افغانان د دوحې له لارې راغلې دي. دا لړۍ لا دوام لري او قطر د هغو افغانانو لپاره چې په متحدو ایالتو کې نوی ژوند پیلوي، د ترانزیت لاره برابروي."

په افغانستان کې د طالبانو له بیاواکمنېدو وروسته، امریکايي ځواکونو تېر کال د اګست له ۱۵مې څخه تر ۳۰مې نېټې پورې ۱۲۴ زره افغانان له دغه هېواد څخه وویستل.

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر وايي، د دوحې له لارې لږترلږه ۲۱ زره افغانان متحده ایالتو ته لیږدول شوي او تمه ده چې نور افغانان هم متحدو ایالتو ته راوستل شي.

قطر ته د ښاغلي بلینکین له دې سفر څه موده وړاندې د امریکا د بهرنیو چارو وزارت وویل چې هڅه کوي د خطر سره مخامخ افغانانو د تخلیې بهیر چټک کړي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د روان کال د وږي میاشتې په پیل کې ویلي وو چې د واجد شرایط افغانانو په ځانګړې توګه د مهاجرت د ځانګړي ویزې (SIV) لرونکو د غوښتنلیکونو د ګړندي پروسس لپاره یې اقدامات پیل کړي دي.

ښاغلی بلینکین د متحدو ایالتو او قطر ترمنځ د ستراتیژیک ډیالوګ د پنځم کال د پیل لپاره قطر ته تللی وو او په دې سفر کې یې له قطري او یو شمېر نورو هیوادونو له چارواکو سره کتلي دي.

بلینکین په داسې وخت کې په دوحه کې د افغانانو له کمپ نه لیدنه کړې چې د نړیوال بانک یوه تازه سروي ښیي، چې په افغانستان کې د ژوند شرایط لا هم سخت دي او د دې هېواد دوه په درې برخه اوسېدونکي په سختۍ سره د اړتیا وړ توکي او خواړه ترلاسه کوي.

XS
SM
MD
LG