د متحدو ایالتونو د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلینکن او د افغان ښځو په چارو کې د امریکا ځانګړې استازې رینا امیري د پنجشنبې په ورځ جولاۍ ۲۸ (زمری اوومه) په واشنګټن ډي سي کې د امریکا-افغان مشورتي میکانیزم پرانیست.
ښاغلي بلینکن د دغه میکانیزم د پرانیستلو په غونډه کې په خپلو خبرو کې د بشري حقونو د راپور په اساس وویل چې طالبانو په افغانستان کې په سیستماتیک ډول د ښځو د ازاد تګ راتګ اونور حقونه محدود کړي دي. ښاغلي بلینکن همدغه راز د افغان نجونو د تعلیم په اړه وویل: «دا سخته ده چې نجونې دې په کورونو کې ناستې وې، خو د نجونو وروڼه او د کاکا/ماما زامن دې تعلیم» وکړي.
ښاغلي بلینکن وویل چې طالبانو په خپلو هغو ژمنو یې عمل نه دی کړی چې له نړیوالې ټولنې او افغانانو سره کړې وه.
د امریکا د بهرنیو چارو وزیر بلینکن د دغه میکانیزم په اړه په خپل ټویټر کې لیکلي دي: « ما د افغانستان لپاره د ښځو، نجونو او بشر حقونو په چارو کې د امریکا له ځانګړې استازې رینا امیري سره د امریکا-افغان مشورتي میکانیزم پرانیست. دا میکانیزم به امریکايي چارواکي نور هم په اغیزناک ډول له افغان ښځو او مدني ټولنو سره [په چارو کې] دخیل کوي چې د افغانستان لپاره زموږ د ګډ هدف ملاتړ وشي، هغه افغانستان چې باید خلک یې د اینده په اړه تصمیم ونیسي. »
دا غونډه د امریکا د بهرنیو چارو وزارت، د اتلانتیک شورا، دښځو، سولې او امنیت په برخو کې د جورج ټاون انستیتوت او سیسترهوډ اس ګلوبل انستیتوت له لورې بلل شوې.
میرمن امیري د غونډې په پیل کې د دغه میکانیزم په اهدافو او جوړښت وغږېدله او وویل چې د دغه میکانیزم د جوړولو لپاره د افغان ښځو د حقونو د بېلابېلو سازمانونو او فعالانو سره سلا مشورې کړي دي.
هغې وویل «دا میکانیزم به متنوع وي، په داخل او خارج کې به افغان ګروپونه په کې شامل وي چې د امریکا له حکومت سره په سیستماتیک ډول دپلوماتیک خبرې وکړي. مجرب خلک به هم په کې وي او نوې څېرې به هم په کې وي او نړیوال کارپوهان به هم وي»
نوموړې وویل چې د دغه میکانیزم ډېر کارکوونکي به ښځې وې او د افغان ښځو او نجونو غږ به نړیوالو ته رسوي. میرمن امیرې وویل چې دا میکانیزم تر ډېره به د ښځو د حقونو په برخه کې کار کوي، خو د بشر حقونه، قانون د حاکمیت، مدني ټولنو ته د ښځو داخلول او دا ډول نورې برخې یې هم په کار کې شاملې دي.
په دغې غونډې کې د افغانستان د ښځو ځینې فعالانې او څېرې هم وي. دغو فعالانو د دغه میکانیزم جوړول ډېر مهم ګام وګاڼه. د ښځو د حقونو فعالې پلوشه حسن وویل چې باید نړیواله ټولنه له اسلامي هېوادونو سره کار وکړي چې په طالبانو باندې فشار راوړي چې د نجونو تعلیم او د ښځو مشارکت ته اجازه ورکړي.
هغې وویل چې افغانستان په اوسني وخت کې یوازینی هېواد دی چې تر شپږم ټولګي ورپوته نجونې په کې ښوونځیو ته تللې نشي او «دا یو بد مثال» دی.
د ښځو د حقونو بلې فعالې او مخکنۍ دپلوماتیکې اصیلې وردګ وویل باید دغه میکانیزم په افغانستان کې دننه، د افغانستان څخه د باندې او هغو ښځو ترمنځ چې «له وطن څخه تبعید شوي دي،» د یو پول رول ولوبوي.
نوموړې ټېنګار وکړ چې د دغه میکانیزم له لارې د اقلیتونو، ښځو، ځوانانو او منزوي شویو خلکو غږونه واورېدل شي او تر نړیوالو ورسول شي. په دغې غونډې کې د ښځو د حقونو بلې فعالې ناهید سرابي وویل چې د طالبانو له راتګ وروسته شاوخوا ۷۵ سلنه ښځې له کارونو او نورو ادارو څخه شړل شوي او په کورونو ناستې دي.
نوموړې وویل چې دا ډول کارونه یوازې دا نه چې د ښځو حقونه تر پښو لاندې کوي، بلکې د «افغانستان اقتصاد ته هم لوی زیان» رسوي. دغو ټولو ښځو هیله وښوده چې د دغه میکانیزم له لارې به په افغانستان کې د افغان ښځو حقونو ته ډېر کار وشي.
طالبان د ۲۰۲۱ د اګست په ۱۵ بیا په افغانستا کې واکمن شول. دوی تر شپږم ټولګي ورپورته د نجونو ښوونځي تړلي دي، په سیاست، اقتصادي،ټولنیزو او نورو چارو کې یې د ښځو په مشارکت بندیز لګولی دی.
نړیواله ټولنه وايي چې طالبانو ژمنه کړې وه چې د ښځو حقونو ته به درناوي کوي،خو طالبان وايي چې د وی د «شرعیت په چوکاټ» کې ښځو ته حقوق ورکوي.