د مارتین انالز بنسټ د سه شنبې په ورځ، نومبر ۱۹ (لړم ۲۹مه) اعلان وکړ، چې د افغان ښځو د حقونو فعاله جولیا پارسي او د تاجیکستان د بشري حقونو مدافع منوچهر خالق نظروف په ګډه د مارتین انالز د بشري حقونو معتبره جایزه ګټلې ده.
ددغه بنسټ په وینا، یادو فعالانو په افغانستان او تاجیکستان کې د عدالت او مساوات لپاره سترې قربانۍ ورکړي دي.
د جایزې د هیئت مشر، هانس تولن وویل: " د ۲۰۲۴ کال جایزې ګټونکي، جولیا پارسي او منوچهر خالق نظروف په ډېرو سختو شرایطو کې د بشري حقونو د اعادې لپاره بېساري زړورتیا او هوډ ښودلی دی."
جولیا پارسي د طالبانو د واکمنۍ په لومړیو کې، کله چې یې خپله دنده له لاسه ورکړه او لوڼې یې له زده کړو محرومې شوې، د ښځو د حقونو لپاره فعالیت پیل کړ.
هانس تولن په وینا، جولیا پارسي د افغان معترضو ښځو غورځنګ بنسټ اېښودونکې ده، چې په بېلابېلو ولایتونو کې یې ټولنې د طالبانو د تګلارو او اقداماتو پر وړاندې د مقاومت لپاره هڅولي دي.
نوموړي وویل، چې جولیا پارسي د خپلو فعالیتونو پر مهال له خطرونو سره مقابله کړې او د پام وړ مشري او مقاومت یې څرګند کړی دی.
جولیا پارسي د ۲۰۲۳ کال په سپتمبر میاشت کې د طالبانو لخوا نیول شوې وه او درې میاشتې یې له شکنجې او بد چلند وروسته خوشې شوه.
د بند دې سختې تجربې د طالبانو پر وړاندې د نوموړې د مقاومت هوډ لا پیاوړی کړی دی.
مېرمن پارسي ته دغه جایزه پداسې حال کې ورکول کیږي، چې د طالبانو د بیا واکمنۍ وروسته، په افغانستان کې پر ښځو سخت محدودیتونه لګول شوي دي. دوی د لوړو زده کړو، کار او د عامه ځایونو لکه پارکونو ته د لاسرسي حق له لاسه ورکړی دی.
د طالبانو مشر ملا هبت الله اخندزاده د امر بالمعروف او نهی عن المنکر د نوي قانون له مخې، ښځې په عامه ځایونو کې د سندرو ویلو او شعر لوستلو څخه منع کړي دي. دغه قانون د ښځو غږ "عورت" ګڼلی او په عامه ځایونو کې یې اورېدنه منع کړې ده.
ملګرو ملتونو او یو شمېر نورو نړیوالو ادارو د طالبانو دغه سخت دریځې کړنې، د افغان ښځو په وړاندې "جنسیتي اپارتاید" بللې دي.
منوچهر خالقنظروف، د تاجیکستان د بدخشان ولایت اوسېدونکی او د پامیر د وکیلانو ټولنې مشر او د بشري حقونو مدافع وکیل دی.
هغه د ۲۰۲۲ کال د مې په میاشت کې د بدخشان ولایت د سیمهییزو مشرانو او اوسېدونکو د ځپلو پر مهال ونیول شو. راپورونه وايي چې نوموړی په یوې پراخه کچه غیرعادلانه ګڼل شوې محاکمه کې، په ۱۶ کلونو بند محکوم شو.
د مارتین انالز د بشري حقونو جایزه، چې د بښنې نړیوال سازمان د لومړي عمومي منشي په نوم نومول شوې، د لومړی ځل لپاره په ۱۹۹۴ کال کې ورکړل شوه.
د جایزې په هیئت کې د بښنې نړیوالې سازمان او د بشري حقونو د څارونکې ټولنې په ګډون د ۱۰ مهمو بشري حقونو سازمانونو استازي شامل دي. د دې معتبرې جایزې د ورکړې مراسم به د پنجشنبې په ورځ په ژنیو کې ترسره شي.
د دې مقالې په چمتو کولو کې د فرانس پرس خبري اژانس راپور کارول شوی.
فورم \ دبحث خونه