د لاس رسي وړ اتصالات

سږ کال د زابل بادامو حاصلاتو کې ۱۲سلنه زیاتوالی راغلی ـ رستمي


د افغانستان د کرنې او مالدارۍ وزارت وايي، سږ کال د زابل ولایت د بادامو حاصلات ۱۲ سلنه ډېر شوي دي.

د دغه وزارت چارواکي وايي چې د اټکل له مخې په روان کال کې به د دغه ولایت د بادامو حاصلات لږ تر لږه ۴۱۵۰ ټنو ته ورسیږي. تېر کال زابل کې ۳۷۰۰ ټنه بادام تولید شوي و.

د کرنې وزارت ویاند اکبر رستمي نن دوشنبه جولای ۱۳(چنګاښ ۲۳) امریکا غږ ته وویل: "د زابل د بادامو بڼوالو ته پوهاوی او د ناروغیو مخنیوي لپاره مرستې هغه علتونه دي چې سږ کال د دغې مېوې حاصل ډېر شوی دی."

د کرنې وزارت د معلوماتو پر بنسټ د زابل ولایت نیږدې ۱۱ زره هکټاره ځمکې باندې د بادامو ونې ولاړې دي.

زابل د افغانستان جنوب کې پروت ولایت دی چې تود اقلیم لري او د مېوو حاصل یې ښه کیفیت لري.

که څه هم د افغانستان مېوو ته د ښه بازار نشتون او د ونو/بوټو افتونه د بزګرانو بنسټیزې ستونزې ویل شوي خو له دې سره سره د کرنې وزارت وايي چې دوی د یادو ستونزو د حلولو لپاره ځینې اقدامات ترسره کړي دي.

XS
SM
MD
LG