د لاس رسي وړ اتصالات

ځوان افغان لوبغاړی قیس احمد سي پي ال ته واخیستل شو


قیس د افغانستان د ۱۹کلنو لوبډلې غړی دی
قیس د افغانستان د ۱۹کلنو لوبډلې غړی دی

د ویسټ انډیز د کرکټ په تجارتي سیالیو "کرابین پریمیر لیګ" کې به دا وارې بیخي یو نوی افغان لوبغاړی لوبیږي.

د افغانستان د ۱۹کلنو لوبډلې ورو توپ اچونکی قیس احمد د کرابین پریمیر لیګ سیالیو ته واخیستل شو. دی به د سنټ لوشیا سټارز په لوبډلې کې لوبیږي. دا به لومړی ځل وي چې قیس احمد په نړیوالو تجارتي سیالیو کې برخه اخلي. دی په ۷۵۰۰ ډالرو وپېرودل شو.

قیس احمد د ۱۹ کلنو په نړیوال جام کې ښه وځلېده او د غوره توپ اچوونکو په لست کې راغلی و. دی په ښي لاس ورو توپ اچوي چې د کرکټ په ژبه لیګ بریګر بلل کیږي. دی توپ ډېر تاوولی شي او همدغه کار منډه جوړونکو ته سرخوږی جوړوي.

د سنټ لوشیا لوبډلې په خپل رسمي ټویټر کې قیس احمد ته ښه راغلاست ویلی دی.

ده په نړیوال جام کې په سختو او له فشار ډکو حالاتو کې د مخالفو لوبډلو لوبغاړي وسوځول او د نړیوال جام په کوارټر فاینل کې د نیوزلنډ څلور لوبغاړي وسوځول او د افغانستان په بري کې یې مهم رول ولوبوه.

د کرابین لیګ بولۍ ته د ویسټ انډیز او نړۍ شاوخوا ۲۵۰ لوبغاړي پېژندل شوي وو. تېرکال د کرابین په پریمیر لیګ کې محمد نبي او راشد خان هم لوبېدلي وو، خو سږکال هغوی بوخت دي.

د ویسټ انډیز تجارتي سیالۍ د اګست په اتمه پیلیږي او سپتمبر ۱۶ ختمیږي. ټاکل شوې چې د افغانستان د کرکټ ملي لوبډله په اګسټ کې ایرللنډ ته د سیالیو لپاره ولاړه شي.

  • 16x9 Image

    جعفر هاند

    جعفر هاند په ۲۰۱۷ کې په واشنګټن ډي سي کې په امریکايي پوهنتون کې په نړیوالو مطبوعاتو او اړیکو کې ماستري کړې ده. د ننګرهار په پوهنتون کې یې قضا لوستې ده. له ۲۰۰۷ نه تر ۲۰۱۴ کاله پورې د بي بي سي د نړیوالې او افغان څانګې خبریال او پروډیوسر و. د ۲۰۱۴ کال له پیل راهیسې په واشنګټن کې د امریکا غږ اشنا راډیو/تلویزون خبریال دی. جعفر هاند تر دې دمه په پښتو کې نهه کتابونه لیکلي او ژباړلي دي. په ځانګړي ډول یې د افغانستان او نړۍ د کرکټ په تاریخ باندې درې کتابونه لیکلي.

XS
SM
MD
LG