د لاس رسي وړ اتصالات

محمد نبي د بنګلدېش په سیالیو کې کپټان شو


د محمد نبي په مشرۍ د کومیلا ویکټورین لوبډلې لوبه وبایلله
د محمد نبي په مشرۍ د کومیلا ویکټورین لوبډلې لوبه وبایلله

محمد نبي د افغانستان د کرکټ په تاریخ کې لومړنی افغان لوبغاړی شو چې په تجارتي سیالیو کې د کومې لوبډلې مشري کوي.

محمد نبي له څلورو نورو افغان لوبغاړو سره د بنګلدېش په تجارتي سیالیو کې لوبه کوي. د محمد نبي په مشرۍ د کومیلا ویکټورین لوبډلې د سیلهت سکسر لوبډلې ته لوبه وبایلله.

د ویکټورین لوبډلې په ۲۰ اورونو کې د ۱۴۵ منډو هدف ورکړ، خو مخالفې لوبډلې سکسر دا هدف پوره او لوبه یې وګټله. دا د افغانستان د کرکت په تاریخ کې لومړنی ځل دی چې یو افغان لوبغاړی په بهرنیو مشهورو تجارتي سیالیو کې د کومې لوبډلې کپتان ټاکل کیږي.

له محمد نبي سره په ټیم کې بل افغان لوبغاړی راشد خان هم شته. محمد نبي په ننۍ لوبه کې په څلورو اورونو کې ۲۲ منډې ورکړې او یو لوبغاړی یې وسوځوه او په بیټینګ کې یې یوازې پنځه منډې وکړې.

راشد خان بیا په څلورو اورونو کې ۱۸ منډې ورکړې او یو لوبغاړی یې وسوځوه. د کومیلا ویکټورین د لوبډلې کپټان د بنګلدېش مشهور لوبغاړی تمیم اقبال دی، خو هغه ژوبل و او په نننۍ لوبه- یکشنبه نومبر۵) کې برخه ونشوه اخیستلې.

د ویسټ انډیز دوه مهشور لوبغاړي سمیول او براو هم د کومیلا ویکټورین په لوبډلې کې دي. دا د محمد نبي د لوبډلې لومړنۍ لوبه وه.

د بنګلدېش سیالۍ د جمعې په ورځ پیل شوې. سمیع الله شینوراي، نجیب الله ځدراڼ او ظاهر خان هم برخه لري.

  • 16x9 Image

    جعفر هاند

    جعفر هاند په ۲۰۱۷ کې په واشنګټن ډي سي کې په امریکايي پوهنتون کې په نړیوالو مطبوعاتو او اړیکو کې ماستري کړې ده. د ننګرهار په پوهنتون کې یې قضا لوستې ده. له ۲۰۰۷ نه تر ۲۰۱۴ کاله پورې د بي بي سي د نړیوالې او افغان څانګې خبریال او پروډیوسر و. د ۲۰۱۴ کال له پیل راهیسې په واشنګټن کې د امریکا غږ اشنا راډیو/تلویزون خبریال دی. جعفر هاند تر دې دمه په پښتو کې نهه کتابونه لیکلي او ژباړلي دي. په ځانګړي ډول یې د افغانستان او نړۍ د کرکټ په تاریخ باندې درې کتابونه لیکلي.

XS
SM
MD
LG