د لاس رسي وړ اتصالات

شهزاد به له ایرلنډ سره په لومړنۍ لوبې کې نه وي


شهزاد محمدي د افغانستان ویکټ ساتونکی او اوپنر لوبغاړی دی
شهزاد محمدي د افغانستان ویکټ ساتونکی او اوپنر لوبغاړی دی

د افغانستان او ایرلنډ ترمنځ د دریو یوې ورځنیو سیالیو لړۍ د دوشنبې په ورځ (اګست۲۷) پیلیږي.

افغانستان تر دې مخکې له ایرلنډ څخه د ۲۰اورونو د دریو لوبو لړۍ ۲-۰ صفر وګټله. په دغې لړۍ کې درېیمه لوبه د باران له کبله ونشوه.

افغانستان داسې مهال له ایرلنډ سره د یوې ورځنیو سیالیو لړۍ پیلوي چې محمد شهزاد محمدي به د دغې لړۍ په لومړنۍ لوبې کې نه وي.

شهزاد محمدي څه موده مخکې په کابل کې د کورنیو سیالیو تر یوې لوبې ورسته په غیر مستقیم ډول د لوبڅارانو پر پرېکړو اعتراض وکړ چې بیا کرکټ بورډ جریمه کړ او د یوې نړیوالې لوبې بندیز یې پرې هم ولګوه.

کرکټ بورډ څه موده مخکې اعلان کړی و چې شهزاد محمدي به له ایرلنډ سره په لومړنۍ یوې ورځنۍ لوبې کې نه وي.

د افغانستان او ایرلنډ ترمنځ دا لوبې د را روان نړیوال جام سیالیو ته د چمتوالي پړاو بلل کیږي. دویمه لوبه یې په چهارشنبه او وروستۍ یې د جمعې په ورځ ده.

افغانستان او ایرلنډ په وروستي ځل په یوې ورځنیو لوبو کې په زمبابوې کې سره مخامخ شول. هلته د ۲۰۱۹ کال د نړیوال جام د غوراوي سیالۍ وي‌چ ې افغانستان ایرلنډ ته ماتې ورکړه او نړیوال جام ته یې لاره وکړه.

افغانستان او ایرلنډ په یوه ورځ د کرکټ د نړیوالې شورا بشپړ غړي شول. افغانستان د کرکټ د نړیوالې شورا د یوې ورځنیو سیالیو په درجه بندۍ کې په لسم او ایرنډ په ۱۲ مقام دي.

XS
SM
MD
LG