د لاس رسي وړ اتصالات

خوست کې د ۴۲ روغتیایي کلینیکونو اعتصاب؛ وايي معاشونه یې نه ورکوي


د خوست د مرکز او ولسواليو د ۴۲ روغتيايي کلينيکونو کارکوونکو کاري اعتصاب
د خوست د مرکز او ولسواليو د ۴۲ روغتيايي کلينيکونو کارکوونکو کاري اعتصاب

د خوست په مرکز او ولسواليو کې د ۴۲ روغتيايي کلينيکونو کارکوونکو کاري اعتصاب کړی او د اعتراض په ډول يې د دغه ولايت د عامې روغتيا رياست دروازه هم تړلې ده.

په خوست کې ددغو ۴۲ روغتيايي مرکزونو کارکوونکي چې شمېر يې شاوخوا ۵۰۰ کسانو ته رسيږي، وايي چې د تېرو څلورو مياشتو راهیسې یې معاشونه نه دي ترلاسه کړي.

يو شمېر کار کوونکيو چې د عامې روغتيا رياست مخ ته راټول شوي وو، خبريالانو ته وويل، چې د تېرو ۲۹ مياشتو شل فيصده پاتې معاشونه هم تر اوسه نه دي ورکړل شوي.

د اسماعيل خېلو او مندوزيو ولسوالۍ د روغتيايي مرکز مسؤل ډاکټر صدیق الله منیب وايي،‌ چې دا ستونزه يې د عامې روغتيا له چارواکو سره شريکه کړې، خو په وینا یې پدې هکله تر دې مهاله عملي ګام نه دی پورته شوی.

ډاکټر صدیق الله منیب وويل: « زموږ قرارداد دا و چې هره مياشت به تاسې ته مياشت په مياشت معاش درکوو، مګر په دې کې څلور مياشتې کيږي چې موږ يوه روپۍ معاش هم نه دی اخيستی. موږ همداشان قرارداد په دې شکل باندې کړی و چې شپږ مياشتې وروسته به تاسو ته شل فيصده معاش درکوي، په دې کې ۲۹ مياشتې تېرې شوې، چې موږ ته يې معاش نه دی راکړی.»

په ټوليز ډول په دې ولايت کې شاوخوا ۷۰ روغتيايي مرکزونه فعاليت لري،‌ خو د اعتراض په توګه دغه تړل شوي ۴۲ هغه روغتيايي مرکزونه دي، چې او اېچ پي اېم يا د روغتيا مديريت او پراختيا سازمان يې د خدماتو مسؤليت پرغاړه لري.

د تڼيو ولسوالۍ د يوه روغتيايي مرکز مسؤل ډاکټر توار خان بيا د عامې روغتیا ریاست پدې تورنوي چې په خپلو چارو کې پاتې راغلی.

هغه وویل: «کومه دوايي چې موږ ته راځي، د دې په کميت او کيفيت کې ډېر فرق دی ځکه يوه اېسپرين (تابلیټ) چې اوبو ته واچوې په ۲۵ ساعتو کې اوبو کې نه منحل کيږي او تاثير يې هم همدا رقم دی. کله چې بازار نه موږ يو پاکټ عادي اېموکسېل ورکړو مريض ته، نو ډېر زر مثبته نتيجه ورکوي.»

بل لور ته د خوست د عامې روغتیا رئیس ډاکټر حبیب شاه انصاري د يادو روغتيايي کارکوونکو د معاشونو د نه ورکړې ستونزه پر ځای بولي، خو وايي مشکل په کابل کې پېښ شوی. هغه وایي د عامې روغتيا له وزارت سره خبرې کړي او هيله من دی چې نږدې راتلونکی دا ستونزه هواره شي.

ډاکټر انصاري وویل: «چون د موسساتو د قرارداد اخیري مراحل دي، په دې کې يو څه ستونزې ایجادیږي او لکه نن ورځ چې تاسو وي ټي سي ګوری له وزير صاحب سره مو شريک کړل او وزير صاحب اطمنان راکړ، چې په نېږدې ورځو کې د دوی د معاش مسله حليږي. د شل فيصده په اړوند هم ما وزير صاحب سره خبرې شريکې کړې .اطمنان راکړی دی انشاالله چې په نېږدې ورځو کې هغه هم حليږي».

ډاکټر حبيب شاه انصاري دغه راز وويل د هغو درملو په اړه،‌ چې د يادو ۴۲ روغتيايي مرکزونو کارکوونکي يې بې کيفيته بولي، هم د عامې روغتيا د وزارت له چارواکو سره خبرې کوي.

  • 16x9 Image

    ابراهيم رحيمي

    ابراهيم رحيمي د خوست د شيخ زايد پوهنتون د ژورناليزم پوهنځی لوستی او د ژورناليزم په ډګر کې يوولس کاله تجربه لري. هغه د ۲۰۱۱ ميلادي کال راهيسې په جنوب ختيځ کې د امريکا غږ خبريال دی. دمخه يې د افغانستان دننه په يو شمېر رسنيو کې کار کړی دی.

XS
SM
MD
LG