د لاس رسي وړ اتصالات

افغانستان د چمپینز ټرافي تر رسمي‌ سیالیو مخکې خپله دویمه تمریني‌ لوبه هم وبایلله


افغانستان خپله دویمه تمریني‌لوبه په نیوزلنډ باندې وبایلله.
افغانستان خپله دویمه تمریني‌لوبه په نیوزلنډ باندې وبایلله.

د افغانستان د کرکټ ملي لوبډلې د چمپینز ټرافي تر رسمي‌ سیالیو مخکې خپلې دواړه تمرینې لوبې وبایللې، لومړۍ یې د پاکستان په الف او دویمه یې په نیوزلنډ باندې وبایلله.

دویمه تمریني لوبه یې د یکشنبې په ورځ فبرورۍ ۱۶ (سلواغه ۲۸) د پاکستان د کراچۍ په ښار کې وشوه. افغانستان په ۵۰ اورونو کې نیوزلنډ ته د ۳۰۶ منډو هدف وټاکه او نیوزلنډ د اتو لوبغاړو په سوځېدو سره دا هدف پوره کړه.

په افغان توپ وهونکو کې رحمن الله ګربز تر ټولو ډېرې ۱۱۰ منډې وکړې. همدغه راز صدیق اتل ۵۲ منډې، حشمت شهیدي ۴۰ او ابراهیم ځدراڼ ۳۲ منډې وکړې.

دا تمریني‌ لوبه په کوم تلویزون باندې ژوندۍ نه ښودل کېده او د افغانستان کرکټ بورډ د خپلو ټولنیزو پاڼو له لارې یې په اړه معلومات خپرول.

افغانستان تر دې مخکې د لاهور په ښار کې د پاکستان په الف لوبډلې باندې خپله لومړۍ تمریني لوبه بایللې وه.

افغانستان د راروانې جمعې په ورځ د کراچۍ په ښار کې په چمپینز ټرافي کې خپله لومړۍ لوبه له جنوبي افریقا سره کوي.

افغانستان په بي ګروپ کې دی چې له انګلنډ او استرالیا سره هم مخامخ دی، له انګلنډ سره د فبرورۍ په ۲۶ او د استرالیا سره د همدې میاشتې په ۲۸ نېټه لوبې لري. دا دواړه لوبې په لاهور کې دي.

افغانستان په لومړي ځل په چمپینز ټرافي کې لوبېږي. ‌په چمپینز ټرافي کې، چې پاکستان یې کوربه دی، څلورو نورې لوبډلې پاکستان، هند، بنګله دېش او نیوزلنډ هم لوبېږي. هند، د امنیتي ملحوظاتو له کبله خپله لوبډله پاکستان ته وانه استوله او د هغوی لوبې به په دوبۍ کې کېږي.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG