د لاس رسي وړ اتصالات

سري لانکا له افغانستان څخه د کرکټ د دریو لوبو لړۍ وګټله


سري لانکا له افغانستان څخه د دریو لوبو لړۍ وګټله
سري لانکا له افغانستان څخه د دریو لوبو لړۍ وګټله

د افغانستان او سري لانکا ترمنځ د کرکټ د دریو لوبو لړۍ د کوربه هېواد په بري پای ته ورسېده.

درېیمه لوبه د چهارشنبې په ورځ جون اوومه (جوزا۱۷) د سري لانکا د هامبانتوتا په لوبغالي کې وشوه چې سري لانکا په لوی توپېر سره وګټله.

د افغانستان د کرکټ د ملي لوبډلې کپتان حشمت الله شهیدي د پچې له ګټلو وروسته د توپ وهنې پرېکړه وکړه. د ۵۰ اورونو په دغې لوبې کې د افغانستان ټول لوبغاړي په ۲۲.۲ اورونو کې اوټ شول او افغانستان یوازې ۱۱۶ مندې وکړې.

په افغان لوبغاړو کې تر ټولو ډېرې ۲۳ منډې محمد نبي وکړې او په دې سره یې په نړیوالو یوې ورځنیو لوبو کې هم ۳۰۰۰ منډې پوره کړې.

سري لانکا د افغانستان له لوري ټاکل شوی هدف د یو لوبغاړي په سوځېدو سره په ۱۶ اورونو کې په اسانۍ سره پوره کړ او د دریو لوبو لړۍ یې ۲-۱ وګټله.

افغانستان د دغو دوستانه لوبو د لړۍ لومړۍ ګټلې وه. په وروستۍ لوبې کې راشد خان هم و. راشد خان په لومړیو دوو لوبو کې په ملا کې د درد له کبله ونه لوبېده.

سري لانکا له دغو لوبو وروسته زمبابوې ته ځي چې د ۲۰۲۳ کال نړیوال کپ ته د ورتګ د غوراوي په سیالیو کې برخه واخلي. هلته د ویسټ انډیز، زمبابوې، ایرلنډ او سکاتلنډ په ګډون لس لوبډلې دي چې یوازې د سر دوې لوبډلې به یې د نړیوال کپ سیالیو ته لاره کوي. افغانستان دغو سیالیو ته وتلی دی.

افغان لوبغاړي به د پنجشنبې په ورځ له بنګله دېش سره د ټست لوبې لپاره دغه هېواد ته سفر کوي. دا پنځه ورځنۍ لوبه د همدغې میاشتې په ۱۴ نېټه پیلیږي.

افغانستان په سري لانکا باندې د لړۍ له بایللو وروسته دغې ټست سیالۍ ته د ۱۵ لوبغاړو نومونه [سکواډ] اعلان کړل، چې راشد خان په کې نشته. د افغانستان کرکټ بورډ وايي چې راشد خان یې ځکه نه دی غوره کړی چې د ملا د درد له کبله پوره استراحت وکړي او د اسیا کپ او نړیوال کپ سیالیو ته ښه اماده شي.

په دغو لوبغاړو کې رحمان الله ګربز، فضل حق فاروقي، نور احمد لکڼوال، عظمت الله عمرزی او فرید ملک هم نشته. دغه لوبغاړي د سري لانکا سره یوې ورځنیو لوبو کې ولوبېدل.

د ټست لوبې په اعلان شویو لوبغاړو کې، چې کپتان یې حشمت شهیدي دی، اکثریت هغه لوبغاړي دي چې د افغانستان په داخلي لوبو کې ځلېدلي دي. افغانستان د ټست له لوبې وروسته له بنګله دېش سره درې یوه ورځنۍ او دوې شل اوریزې سیالۍ هم لري.

XS
SM
MD
LG