د لاس رسي وړ اتصالات

زلمی خلیلزاد له هندي چارواکو سره پر افغان سولې غږېدلی


د افغان سولې لپاره د امریکا متحده ایالاتو ځانګړی استازی وايي، له هندي مقاماتو سره یې د افغان سولې په تړاو دوه اړخیزې خبرې کړي دي.

زلمي خلیلزاد د شنبې په ورځ د «مرغومې پر ۲۲مه» پر خپل ټوېټر ویلي چې:
"زموږ هېوادونه له افغانستان سره اوږد مهاله ژمنې لري، موږ په دې اړه چې په افغانسان کې څنګه یو تلپاتې سوله ټینګېدای شي خبرې وکړې او د دوه اړخیزو او سیمه ییزو ممکنه همکاریو باندې مو هم خبرې وکړې."

ښاغلي زلمي خلیلزاد د روانې جنورۍ میاشې پر ۸ مه د افغان سولې په تړاو سیمې ته خپل څلورم سفر پیل کړ.

نوموړی لومړی هند ته ولاړ او ټاکل شوې تر هغه وروسته چین، پاکستان او افغانستان ته هم سفر وکړي.

د هند د بهرنیو چارو وزارت هم تېره ورځ وویل چې د یو باثباته افغانستان لپاره د افغان سولې له پروسې ملاتړ کوي.

هندي چارواکو همدارنګه له ښاغلي خلیلزاد سره د لیدنې پرمهال د افغان سولې په برخه کې له خپل اړخه د همکاریو ډاډ ورکړی دی.

د دغه هېواد د بهرنیو چارو وزارت ویاند رویش کومار پر خپل ټوېټر لیکلي:

"د هند د بهرنیو چارو وزیرې سوشما سواراج د افغانستان د پخلاینې لپاره د امریکا د ځانګړي استازي، ښاغلي زلمي خليلزاد سره وکتل. دواړو لوریو په افغانستان کې د سولې او پخلاینې په اړه خپل نظرونه سره شریک کړل."

دا په داسې حال کېده چې تېره اونۍ د هند د پوځ مشر ویلي و چې هند هم باید له طالبانو سره د سولې په مذاکراتو کې شامل شي چې خبر شي څه روان دي.

هند له افغانستان سره تر امریکا، جرمني او جاپان وروسته څلورم لوی مرسته کوونکی هېواد دی.

XS
SM
MD
LG