د افغانستان، پاکستان او متحدو عربو اماراتو د کرکټ د ۱۹ کلنو لوبډلو ترمنځ په درې اړخیزې لړۍ کې افغانستان متحدو عربو اماراتو ته بیا ماتې ورکړه.
دا په دغې لړۍ کې دویم ځل دی چې افغانستان له متحدو عربو اماراتو څخه لوبه ګټي.
د یکشنبې د ورځې نومبر ۲۴ (لیندۍ څلورمه) په لوبې کې د متحدو عربو اماراتو لوبډلې افغانستان ته ۸۹ منډو هدف وټاکه.
د اماراتو ټول لوبغاړي په ۳۶.۳ اوورونو کې وسوځېدل.
په افغان لوبغاړو کې نصیرخان معروفخېل درې، عبدالعزیر خان، خاطرخان ستانکزي او روح الله عرب دوه-دوه کسان اوټ کړل.
افغان لوبغاړو ټاکل شوی هدف په ۲۲م اوور کې پوره کړ او لوبه یې په اتو ویکټو وګټله.
افغانستان تر دې مخکې د پاکستان د ۱۹ کلنو لوبډلې سره هم دوې لوبې کړې وې چې یوه یې ګټلې او یوه یې بایللې وه.
په دغې درې اړخیزې لړۍ کې هرې څلور څلور لوبې وکړې او متحدو عربو اماراتو خپلې څلور واړه وبایللې.
اوس افغانستان د سه شنبې په ورځ نومبر ۲۶ له پاکستان سره د دغې لړۍ پایلوبه کوي.
فورم \ دبحث خونه