د افغانستان، پاکستان او متحده عربي اماراتو د ۱۹ کلنو د کرکټرپه درې اړخیز سیریز کې د افغانستان لوبډلې چهارشنبې نومبر ۲۰ (لړم ۳۰) له پاکستان سره لوبه د ۱۳ منډو په توپیر وبایلله.
د متحده عربي اماراتو په کوربه توب په دغه ۵۰ اوریزو سیالیو کې د افغانستان لوبډلې د پاکستان لوبډلې ته په لومړنۍ سیالۍ کې د ۱۰۰ منډو په توپیر ماتې ورکړې وه.
په نننۍ لوبه کې پاکستان افغان لوبډلې ته د لسو لوبغاړو په سوځېدو د ۲۴۵ منډو هدف وټاکه.
د افغانستان ټول لوبغاړي په ۴۷ اورونو کې وسوځېدل او لوبه یې وبایلله.
په دې لوبه کې د افغانستان کپتان او پرانیستونکی توپ وهونکی محبوب خان چې په تیرو لوبو کې ښه ځلېدلی و، له یوې منډې کولو وروسته وسوځېد. خو له هغه سره بل پرانیستونکي توپ وهونکي عذیرالله نیازي ترټولو زیاتې ۷۲ منډې وکړې.
د افغانستان توپ وهونکي فیصل شینوزاده او نصیرخان معروفخیل هر یو له ۴۷ منډو کولو وروسته وسوځېد.
په افغان توپ اچوونکو کې عبدالعزیز او خاطر ستانکزي د پاکستان درې درې لوبغاړي وسوځول. او دوه لوبغاړي د نصیر خان معروفخیل په توپ وسوځېدل.
افغانستان په دې سیریز کې د کوربه متحده عربي اماراتو سره هم یوه لوبه کړې او هغه یې د لسو ویکټو په توپیر ګټلې ده.
له پایلوبې وړاندې ددې سیریز دوه نورې لوبې پاتې دي، چې یوه یې د جمعې په ورځ د متحده عربي اماراتو او پاکستان ترمنځ او بله یې د یکشنبې په ورځ د افغانستان او متحده عربي اماراتو ترمنځ ده.
په راتلونکو دوو لوبو کې به څرګنده شي چې کوم دوه ټیمونه پایلوبې ته لار مومي.
ددې سیریز پایلوبه سه شنبې (نومبر ۲۶) کیږي.
فورم \ دبحث خونه