د لاس رسي وړ اتصالات

مسلمیار وايي په سر او مال د منظور پښتین ننګه کوي


ښاغلي مسلمیار د امریکا غږ د فیسبوک د ژوندۍ خپرونې میلمه و.
ښاغلي مسلمیار د امریکا غږ د فیسبوک د ژوندۍ خپرونې میلمه و.

د افغانستان د مشرانو جرګې مشر فضل هادي مسلمیار وايي د منظور پښتین غږ یو مدني غږ دی او باید ننګه یې وشي.

ښاغلي مسلمیار امریکا غږ ته په یوې ځانګړې مرکې کې د منظور پښتین په مشرۍ د پښتنو دتحفظ د غورځنګ کلکه ننګه وکړه او له نورو سیاستوالو یې هم وغوښتل چې د "پښتنو د یوالي او مظلومیت د غږ ملا وتړي".

هغه وویل "ومې غوښتل چې د یو افغان او لوی افغانستان د یو سیاستوال په صفت، په همدغه خولۍ کې چې منظور پښتین یې په سروي، د تالار (مشرانو جرګې) له منځه یې حمایت وکړم." ښاغلي مسلمیار وویل که په دغه برخه کې " زما وینې ته هم ضرورت شي، زه یي په خدمت کې یم".

هغه وویل دا ننګه او ملاتړ د "اسلام اباد په سیاسي چارو کې کومه مداخله نه ده، بلکې دا د خواخوږۍ او همدردۍ بحث دی، دا د خپلو عزیزانو سره د ظلم په وړاندې د یو غږ اوچتول دي، دا د پښتنو سره د عدالت غږ دی او موږ یې ننګه کوو."

ښاغلي مسلمیار هیله وښوده چې داغورځنګ به د سیمې د امن باعث شي.

د افغانستان د مشرانو جرګې مشر فضل هادي مسلمیار د امریکا غږ د پښتو فیسبوک په ژوندۍ خپرونه کې دا خبره هم وکړه، چې "یوه ورځ به راشي چې د لوی افغانستان ملي بیرغ به پر اټک باندې ودرو" او ټول ملت به یې تر سیوري لاندې ګډ ژوند کوي.

د امریکا غږ له خبریال جعفر هاند سره د ښاغلي مسلمیار د فیسبوک بحث دلته وګورۍ او واورئ:

XS
SM
MD
LG