د لاس رسي وړ اتصالات

کروناویروس؛ افریقايي سفیرانو چین تورپوستو سره په تبعیض تورن کړ


په چین کې د میشتو افریقایي هیوادونو سفیرانو په هغه هیواد کې د اوسیدونکو افریقایانو په وړاندې د تبعیضي چلند په اړه شکایت کړی.

پداسې حال کې چې چین د کروناویروس د بیا خپریدو د مخنیوي لپاره هڅه کوي، په چین کې د میشتو افریقایي هیوادونو سفیرانو د بیجینګ د بهرنیو چارو وزارت ته یو لیک استولی او لیکلي یې دي چې پدې هیواد کې د افریقایي وګړو په وړاندې د توپیري چلند کار اخیستل کیږي.

په همدې حال کې څو افریقایي هیوادونو په جلا توګه له چین څخه غوښتي چې په هغه هیواد کې په ځانګړې توګه د ګوانګژو په ښار کې د افریقانیانو په وړاندې د بد چلند او اذیت کولو مسله وڅیږي.

د رویترز اژانس د چین محلي رسنیو او ټولنیزو رسنیو په حواله رپوټ ورکړی چې پدې وروستیو ورځو کې د افریقایي هیوادونو اوسیدونکي د اپارتمانونو د خاوندانو له خوا له کورونو ایستل کیږي او څو ځلې د کروناویروس په وجه معاینه او نتیجې ورته نه ورکول کیږي او همداشان د عامه خلکو له لورې ورسره توپیري چلند کیږي.

سفیرانو لیکلي دي چې دا ډول «په نښه کول او توپیري چلند» داسې غلط باور رامنځ ته کړی چې ګواکې ویروس افریقایانو خپور کړی دی.

په بیجینګ کې د افریقایي هیوادونو د سفیرانو ډلې په زور د افریقایانو معاینه او قرنطین کول او د نورو غیر بشري کړنو سمدستي ختمول غوښتي دي.

دغو سفیرانو دغه لیک د چین د بهرنیو چارو وزیر ته استولی او یو-یو نقل یې د افریقایي ټولنې مشر، د جنوبي افریقا جمهور رئیس او د ټولو افریقایي هیوادونو د بهرنیو چارو وزیرانو ته استول شوي دي.

د چین د بهرنیو چارو وزارت مطبوعاتي څانګې د غبرګون لپاره د رویترز اژانس غوښتنې ته سمدستي ځواب ندی ویلی او په جنوبي افریقا کې د چین سفارت هم کوم غبرګون ندی ښودلی.

خو د بهرینو چارو وزارت چارواکي لیو باوچان د یکشنبې په ورځ یو خبري کنفرانس ته وویل چې په ګوانګژو کې د ویرس د خپریدو د مخنیوي لپاره مقررات د ملیت او نژاد په پام کې نیولو پرته د ټولو لپاره دي چې دې ښار ته د هیواد د سرحدونو له لارې داخلیږي.

د چین حکومت د ۲۰۱۹ کال د دسمبر په ۳۱ په ووهان ښار کې د کروناویروس د خپریدو خبر ورکړ. د امریکا د جانس هاپکنس د پوهنتون د معلوماتو په اساس ۸۳زره کسان په چین کې پدې ویروس اخته شوي دي.

د امریکا د جانس هاپکنس پوهنتون وایي د کروناویروس د یکشنبې د ورځې اپریل ۱۲ تر سهاره د نړۍ په ۱۸۵هېوادونو او سیمو کې خپور شوی دی او په ټولې نړۍ کې څه کم ۱۱۰زره کسان مړه کړي او څه باندې ۱.۷ میلیون نور په دغه ویروس اخته دي.

XS
SM
MD
LG