د لاس رسي وړ اتصالات

افریقايي اتحاد روسیې او اوکراین ته د سولې ماموریت استوي 


د افریقايي اتحاد استازي
د افریقايي اتحاد استازي

د جنوبي افریقا ولسمشر سیریل رامافوسا نن سه شنبه مۍ ۱۶ (غوايي ۲۶) وویل چې د افریقا شپږ مشران پلان لري چې «ژر تر ژره» روسیې او اوکراین ته سفر وکړي چې د جګړې ختمولو لپاره د یوې لارې په موندلو کې مرسته وکړي.

ولسمشررامافوسا وویل چې د روسیې او اوکراین ولسمشرانو ولادیمیر پوتین او ولادیمیر زیلینسکي موافقه کړې چې «له دغه ماموریت او د افریقايي دولتونو له مشرانو سره په مسکو او کیف کې» ګوري.

نوموړي وویل چې له دغو ولسمشرانو سره یې جلا جلا په تیلیفون کې خبرې کړي او په دې اړه یې د زمبیا، سینیګال، د کانګو د جمهوریت، یوګاندا، مصر او جنوبي افریقا ابتکار هغوی ته وړاندې کړی دی.

رامافوسا په کيپ ټاون کې په یو خبري کنفرانس کې وویل: «ما له ولسمشر پوتین او ولسمشر زیلینسکي سره موافقه وکړه چې د افریقا له مشرانو سره د تعامل مقدمات پیل کړو. هیله لرو چې جدي بحثونه ولرو.»

هغه وویل چې د ملګرو ملتونو عمومي منشي انتوني ګوتېرش او افریقايي اتحاد ته د دغه ابتګار په اړه معلومات ورکړل شوي او هغوی یې هرکلی کړی دی.

نوموړي مسکو او کیف ته د سفر او د دغه پلان په اړه ډېر جزیات ورنکړل، خو ویې ویل چې جګړه «ویجاړونکې» ده او افریقا هم ترې «کړیږې».

په اوکراین باندې د روسیې د یرغل له کبله په نړۍ کې د غنمو او سونګ توکو قیمتونه لوړ شوي دي او افریقا له دې پلوه ډېر زیان ګالي.

د جنوبي افریقا ولسمشر دا اعلان داسې مهال کوي چې څو ورځې مخکې امریکايي مقاماتو جنوبي افریقا تورنه کړه چې روسیې ته وسلې ورکوي، خو هغوی دا تور رد کړ.

نوموړي څو ورځې مخکې وویل چې هېواد یې مجبور کړل شوی چې د روسیې-اوکراین په جګړې کې یو اړخ وټاکي، خو جنوبي افریقا وايي چې دوی ناپېیلي دي.

د فرانسې خبري اژانس د راپور په اساس د دغې جګړې له پیل راهېسې، ډېرې دپلوماتیکې هڅې وشوې چې دا تاوتریخوالی ختم شي. ټاکل شوې چې د چین استازی هم نن مسکو ته په دوه ورځني سفر ورسېږي چې د سولې په اړه د خپل هېواد هلې ځلې چټکې کړې.

تېره اوونۍ د ملګرو ملتونو مشر د هسپانیا یوې ورځپاڼې ته ویلي وو چې په داسې یو حالت کې چې دواړه خواوې فکر کوي جګړه ګټلای شي، د سولې مذاکرات ناممکن دي.

خو د جنوبي افریقا ولسمشر وایي چې واشنګټن او یو شمېر اروپايي هېوادونو د دوی د ابتګار او پلان «محتاط ملاتړ» کړی دی. جنوبي افریقا په اوکراین باندې د روسیې یرغل نه دی غندلی.

XS
SM
MD
LG