د لاس رسي وړ اتصالات

طالبان له موسساتو مالیه غواړي


طالبان چې تر خپل واک لاندې سیمو کې له خلکو نه مالیه، عشر او زکات ټولوي اوس یو بل گام هم مخکې تللي او د ماین پاکۍ د موسسې په څیر د نړیوالې مرستندویه ټولنو په گډون د غیر دولتي موسسو نه هم مالیه غواړي.

خبریاله ژنیفر گلاس، چې له کابل نه څو بهرنیو رسنیو ته کار کوي د کاناډا د سي بي سي خبري شبکې ته په رپوټ کې ویلي طالبانو تر خپلې ولکې لاندې سیمو د میشتو غیر دولتي سازمانونو نه غوښتي چې ځانونه د طالبانو سره ثبت کړي او د خپلو پروژو د تمویل په اړه معلومات ورکړي.

په جولای میاشت کې د باندنۍ پرمختیا انستیتوت هم په یوه راپور کې وویل چې طالبانو د یوې ترهگرۍ او بریدگرۍ ډلې پرځای د یو "منتظر حکومت" بڼه غوره کړې ده.

رپوټ وایي طالبان لږ تر لږه په اوه ولایتونو کې د بریښنا د لگښت پیسې ټولوي او تر خپلې ولکې لاندې سیمو کې په روغتیایي، زده کړو او عدلي چارو نفوذ لري او خلکو ته ځان د یو "حکومت په توگه ورپیژني.

"د دولت په توگه"

د راپور په حواله طالبان خپل مالیه ټولونکي لري له کروندگرو او سوداگرو نه عشر هم اخلي.

په افغانستان کې د ملگرو ملتونو د ماین پاکۍ د پروگرام مسؤل پتریک فروچت د کاناډا سي بي اس نشراتي شبکې ته ویلي چې د طالبانو غوښتنې ته غاړه نه ایښول غیر دولتي موسسو ته جدي ګواښ ګنل کیږي.

ښاغلي فروچت ویلي چې اوس د افغانستان په لویدیځو، ختیځو او جنوبي سیمو کې د ملگرو ملتونو د ماین پاکۍ د ډلو فعالیت چې د طالبانو د ولکې لاندې دي دریدلی دی.

د سي بي سي خبري شبکې په رپوټ کې راغلي چې همدا اوس د کندهار په ژیړۍ ولسواکۍ کې ٢٠٠ کیلومتر مربع سیمه په مایونونو ډکه ده، خو د طالبانو نه د ډار او گواښ په وجه د ماین پاکۍ ډلې دغې ولسوالۍ ته له تللو ډډه کوي.

یو شمیر موسسو چې د طالبانو د ولکې لاندې سیمو کې کار کوي ادعا کړې چې د طالبانو یو شمیر کلینیکونو ته یې وسایل او تجهیزات اخیستي او یا یې خپل کارکوونکي د طالبانو په غوښتنه گمارلي دي.

ددغې خبري شبکې د رپوټ په بنسټ پر غیر دولتي موسسو باندې د طالبانو د مقرراتو رسمي کیدل ددغو سازمانو فعالیت ته زمینه تنگه کړې او یو شمیر موسسو د طالبانو تر کنترول لاندې ساحو کې خپل کار او فعالیت محدود کړی دی.

XS
SM
MD
LG