د نړيوال وجهي صندوق (ای ام اف) یو نهه کسیزه پلاوی دا مهال پاکستان ته په لس ورځني سفر دی چې دغه هېواد ته د اوه میلیارده ډالرو پور ورکولو جاج واخلي.
د پاکستان رسنۍ وايي ای ام اف غوښتنه کړې چې هېڅوک بايد له مالیې ورکولو مستثنا نه وي. د پاکستان حکومتونو په تېرو کلونو کې د ای ام اف د پور د پروګرامونو شرطونو پوره کولو لپاره یو لړ اقدامات کړي چې په کې د سرکاري لګښوتو کمول، پر انرژۍ او نورو شیانو رعایت ختمول، نوې مالیې لګول او د مالیو راغونډولو نظام پراخول شامل دي.
دا مهال پاکستان د ای ام اف په ګډون د ځینو نورو بهرنیو پور ورکونکيو ادارو او هېوادونو څه باندې ۱۳۰ میليارد ډالره پوروړی دی.
اقتصاد پوهان وايي چې کله هم له ای ام اف يا نورو پور ورکوونکو ادارو څخه پاکستان پيسې اخلي نو له هغې سره شرطونه تړلي وي نو ځکه ورسره په هېواد کې ګراني هم زياته شي.
په اسلام اباد کې د اسلامي نړيوال پوهنتون د اقتصاد استاد ډاکټر معراج الحق وايي، تر څو چې پاکستان تجارتي خساره نه وي قابو کړې نو تر هغو پورې به پورونه اخلي.
نوموړي د مارچ په نهمه ( کب ١٦) امريکا غږ ته وويل، "په اصل کې چې پر پاکستان کوم پورونه وخت پر وخت زياتېږي، د هغې لامل دا دی چې له هغه راهیسې چې پاکستان جوړ شوی دی نو هر کال یې تجارتي خساره زياتېږي نو د دې خسارې د پوره کولو لپاره د پاکستان حکومت مجبوره شي چې له بهرنيو هېوادونو او ادارو څخه پورونه واخلي."
معراج الحق وايي دويم لامل يې دا دی چې د پاکستان تجارتي خسارې لپاره حکومت د خپلو مالياتي ادارو لکه دولتي بانک يا له نورو ادارو څخه پورونه اخلي.
په پېښور کې د اقتصادي چارو شنونکی سيد قيوم هم ورته فکر لري، ده امریکا غږ ته وويل، "ای ام اف تل هغه هېوادونو ته پور ورکوي چې مالي ستونزې لري."
سيد قيوم زياته کړه، "پر پاکستان د نړيوالو ادارو د پورونو د زیاتېدو يو لامل دا هم دی چې کوم پورونه واخلي او د هغه لګښت په سم ځای نه کيږي نو ورځ تر بلې تر پورونو لاندې کيږي چې په هېواد کې ګراني زياتېږي چې له کبله يې عام ولس د غربت تر ليکه لاندې ژوند تېروي."
ياده دې وي چې د شنونکو په وينا په ۲۰۲۴ کال کې هم نړيوال مالياتي صندوق د سپتمبر په مياشت کې پاکستان ته اوه ملياره ډالر پور ورکړیوو چې له کبله يې د مالیو په لګولو يې زور راوړی و.
د پاکستان وزيراعظم شهباز شريف د ۲۰۲۴ کال په جون کې ويلي وو چې حکومت يې د "وروستی ځل" لپاره د پیسو له نړیوال صندوق څخه پور اخلي. هغه د جون پر۱۵مه د پاکستان ولس ته په وينا کې وويل چې اوسمهال له دېوالیه کېدو څخه د هېواد ژغورلو لپاره له شپږو څخه تر اتو میلیارده امریکايي ډالرو پور ته اړتیا لري او د دې لپاره له ای ام اف سره په مذاکراتو بوخت دی.
شریف زیاته کړې وه چې دا به د "پاکستان په تاریخ" کې د پور "وروستی پروګرام" وي. نوموړي په خپله وينا کې اعلان کړی و چې ځینې هغه وزارتونه او ادارې به ختموي چې د ده په وینا ملي خزانې ته د ګټې پر ځای په اربونو روپیو تاوان رسوي.
پاکستان له ۲۰۱۹ کال راهیسې له لوی اقتصادي بحران سره مخامخ دی او پر هم هغه کال یې د پیسو له نړیوال صندوق سره د شپږ میلیاردو ډالرو د پور درې کلن تړون لاسلیک کړی و. تر دې وروسته حکومت له ای ام اف سره د درې میلیارد ډالرو د پور بله موافقه وکړه چې له مخې یې له هغې ادارې اجرایوي ډلې د ۲۰۲۳ کال د جولای پر ۱۲مه پاکستان ته د درې میلیارد ډالرو نهه میاشتنی پروګرام تایید کړ او ورسره سم یې ورته د پور لومړی قسط، چې ۱.۲ میلیارد ډالر جوړېده، ورکړ.
ای ام اف د ۲۰۲۴ز کال په جنورۍ کې پاکستان ته د څه باندې ۷۰۵ میليونه ډالرو پور دويم او د اپرېل په پای کې یې د پور وروستی قسط، چې ۱.۱ اربه ډالر جوړېدل، ورکړ.
فورم \ دبحث خونه