د لاس رسي وړ اتصالات

 
پاکستان وايي نړیوال بانک ورسره د ۲۰ میلیارد ډالرو پور ورکولو ژمنه کړې

پاکستان وايي نړیوال بانک ورسره د ۲۰ میلیارد ډالرو پور ورکولو ژمنه کړې


د پاکستان صدراعظم شهباز شریف د چهارشنبې په ورځ جنوري ۱۵ (مرغومې۲۶) وویل چې نړیوال بانک ژمنه کړې چې هېواد ته به یې ۲۰ میلیارد ډالر پور ورکوي.

د «هېواد مشارکت پروګرام» له لارې به پاکستان ته د دغه پور ورکول له ۲۰۲۶ کال څخه پيل کېږي او په لسو کالونو کې به ورته سپارل کېږي.

شهباز شریف وايي چې دغه پروګرام د ماشومانو د تغذيي د چارو د پراختیا، پاکې انرژۍ د خصوصي سکتور د ودې لپاره د اقلیم د انعطاف پذیرۍ په برخو کې په پام کې نیول شوي.

شریف په خپل ایکس حساب کې لیکلي چې د نړیوال بانک دا اعتماد د پاکستان د اقتصاد انعطاف پذیري څرګندوي.‌ هغه لیکلي: «موږ په داسې حال کې خپل مشارکت قوي کوو، چې د خپلو خلکو لپاره د پایداره فرصتونو د ایجاد لپاره خپلې هڅې همغږې کوو.»

پاکستان چې د نقدو پېسو له کموالي سره مخامخ دی، له څو کالونو راهېسې هلې ځلې کوي، چې خپلې اقتصادي ستونزې کنترول کړي. پاکستان دا مهال د نړیوال وجهي صندوق د اوه میلیارد ډالرو د مالي ضمانت په پروګرام باندې تکیه دی.

په پاکستان کې دوامداره بي‌ ثباتۍ، د تندرلارو د بریدونو زیاتېدو او په ۲۰۲۲ کال ویجاړوونکو سیلابونو دا هېواد له سخت اقتصادي حالت سره مخامخ کړی.

په پاکستان کې د نړیوال بانک مشر نجي بن هاسین وویل چې دا پور د پېسو په موجودیت او د پروژو د اړتیاو په پورو کولو پورې اړه لري. د دغه باند د سند په اساس، پاکستان باید د بې وزلۍ د کمولو او سوکالۍ لپاره خپل اوسنی پرمختیايي ماډل بدل کړي.

په پاکستان کې اقتصادي ستونزې په ۲۰۲۲ کال کې د پارلمان له لوري د عمران د سلب صلاحیت کېدو څخه وروسته نورې هم زیاتې شوې. د نړیوال بانک د معلوماتو په اساس، پاکستان د هغو ۱۰ هېوادونو په کتار کې دی چې د اقلیمي بدلون او طبیعي افاتو له کبله یې ډېر زیان ګاللی دی

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG