د لاس رسي وړ اتصالات

غني: انس حقاني، مالي خان او عبدالرشید په مشروط ډول خوشي کېږي


ولسمشر غني نن ملت ته په وینا کې دغه اعلان وکړ
ولسمشر غني نن ملت ته په وینا کې دغه اعلان وکړ

افغان ولسمشر محمد اشرف غني وايي، د طالبانو له بند څخه د افغان امریکايي پوهنتون د دوو استادانو د خوشي کېدو او د سولې د مخامخ خبرو پیلېدو په شرط له بګرام زندان څخه د انس حقاني په ګډون د طالبانو دوه نور مهم غړي خوشي کوي.

ښاغلي غني د سیې شنبې په ورځ د نومبر پر ۱۲مه د «لړم پر۲۱مه» په خپلو خبرو کې وویل چې د یادو کسانو خوشي کول یوه سخته او ضروري پرېکړه وبلله.

هغه وویل: "افغان حکومت پرېکړه وکړه، چې درې تنه طالب زندانیان چې، په بهرنیو هېوادونو کې زموږ د نړیوالو شریکانو په همکارۍ نیول شوي و او له څو کلونو راپدېخوا په بګرام زندان کې د افغان دولت تر نظارت لاندې و په مشروط ډول له زندان څخه خوشي کړو."

نوموړي زیاته کړه چې په دغو درې تنو کې حاجي مالي خان د ولي خان زوی، عبدالرشید د محمد عمر زوی او انس د جلال الدین زوی شامل دي.

افغان ولسمشر محمد اشرف غني وویل، چې یاده پرېکړه له نړیوالو شریکانو او امریکا سره په مشورې له طالبانو سره د سولې د مخامخ خبرو پیلېدو په هدف شوې ده.

نوموړي همدارنګه زیاته کړه، چې تر دا مهاله یې له طالبانو سره د بندي یادو بهرنیو استادانو د ځای ځایګی موندلو په اړه هڅو نتیجه نه ده ورکړې، چې د نوموړي په وینا دا سې ښکارې چې روغتیايي حالت یې سم نه دی.

طالبانو د ۲۰۱۶ کال د اګست پر ۸مه نېټه د افغان امریکايي پوهنتون یاد دوه استادان په کابل کې برمته کړل.

له طالبانو سره بندي د افغان امریکايي پوهنتون استادان
له طالبانو سره بندي د افغان امریکايي پوهنتون استادان

ښاغلي غني وویل، چې د امریکا د متحده ایالاتو په ګډون یې نړیوالو شریکانو ته دا سې یو میکانیزم وړاندې کړی، چې په مشروط ډول د یادو کسانو خوشي کول د "دښمن" د لیکو د پیاوړي کېدو او د بریدونو د زیاتېدو لامل نشي.

هغه همدارنګه وویل، چې دا مهال ۱۱زره طالب جنګیالي له افغان حکومت سره بندیان دي، چې د افغانستان د "نافذه قوانینو په رڼا" کې به وسره چلند وشي.

بلخوا د افغان حکومت یوې سرچینې امریکا غږ ته وویل، چې یاد طالب زاندانیان د بهرنیو استادانو د روغیتايي وضعیت په اړه د ډاډ تر لاسه کېدو او تر خوشي کېدو وروسته په مشروط ډول د امریکا د «سي آی اې» ادارې تر نظارت لاندې یو دریم ګړي هېواد ته سپارل کېږي.

دغه سرچینې همدارنګه زیاته کړه، چې له طالبانو سره د مخامخ خبرو پیلېدو تر تضمین وروسته به یاد طالب بندیان د «سي آی اې» له نظارت څخه هم ازاد شي.

دا په داسې حال کې ده، چې د افغان سولې په اړه د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ځانګړی استازی زلمی خلیلزاد د یادو استادانو د خوشي کېدو په اړه له افغان حکومت سره د خبرو په هدف کابل ته راغلی و.

انس حقاني د ۱۳۹۴ کال د تلې پر ۲۴مه له عبدالرشید سره یو ځای په متحده عربي اماراتو کې تر نیول کېدو افغان حکومت ته وسپارل شو.

طالبانو روان کال له خپل اړخه د سولې په ۱۴ کسیز مرکچي پلاوي کې د انس حقاني نوم هم شامل کړی و.

په ورته وخت کې د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد نن سې شنبه امریکا غږ ته وویل چې په دې اړه به وروسته خپل دریځ اعلان کړي.

هغه وویل:"موږ د اشرف غني له اعلان څخه خبر یو، خو موږ به په دې اړه هغه مهال خپل دریځ څرګند کړو، کله چې موږ پوه او باوري شوو چې بندیان موږ ته راورسېږي. اوس مهال موږ دا نشو تائیدولی، خو کېداشي په دې اړه موږ یوه اعلامیه وروسته خپره کړو."

بلخوا په کابل کې د امریکا سفیر جان بس له خبریالانو سره خبرو کې د افغان حکومت لخوا د انس حقاني او دوو نورو طالبانو د خوشي کېدو هرکلی کړی دی.

XS
SM
MD
LG