د لاس رسي وړ اتصالات

ارنولد د زړه عملیات وکړل


ډاکټران واي هغه اوس ښه دی
ډاکټران واي هغه اوس ښه دی

د هالیووډ سینما مشهور ستوري او د امریکا د کلفورنیا ایالت مخکني والي ارنولد شوارتزنیګر د زړه عملیات وکړ.

ډاکټران وايي عملیات یې ښه وو او له عملیاتو وروسته هغه شېبه په شېبه رغیږي.

د بدن د ښکلا دغه ۷۰ کلن ستوري په ۱۹۹۷ کال کې هم د زړه دا ډول عملیات (پرانیستی عملیات) کړی و او د خپل زړه یو وال یې بدل کړی و.

ډاکټران وايي د زړه والونه د وینې جریان کنترولوي خو کله ناکله داسې وشي چې دا والونه له یو بل سره ونښلي او د وینې جریان ټکنی شي چې انسان ته ستونزه پیدا کوي. ارنولد همداسې یو تکلیف لري او په تازه عملیاتو کې یې د ۱۹۹۷ کال وال بدل کړ.

اسوشیتډ پرس وايي هغه په ۲۰۰۱ کال کې په موټر سایکل ټکر کړی و چې د بدن ډېر هډوکي یې مات شوي وو او په ۲۰۰۳ کال کې یې د کوناټیو د ځینو برخې هډوکي هم وربدل شول.

ارنولد شوارتزنیګر پر امریکا سربېره د نړۍ په بېلابېلو هېوادونو کې خپل مینوال لري او په سلګونو فلمونو کې لوبېدلی دی، په افغانستان کې هم د هغه مینوال شته.

XS
SM
MD
LG