یوه غیر دولتي ادراه وایي په پاکستان کې تېره میاشت د وسله والو په بریدونو کې چې د دې هیواد په بیلا بیلو برخو کې شوي، ۲۴۵ تنه وژل شوي چې ۶۸ په کې د امنیتي ځواکونو غړي او ۵۰ ملکیان وو.
د شخړې او امنیتي مطالعاتو لپاره د پاکستان انسټیټیوټ دوشنبه ډسمبر دویمه ( لیندۍ ۱۲) پخپل تازه راپور کې ویلي چې د تیرې نومبر په میاشت کې ۱۲۷ وسله وال هم په بیلا بیلو پیښو کې وژل شویدي خو دا یې ندي ویلي چې دا وسله وال دکومې ډلې غړي و.
د دې ادارې په راپور کې ویل شوي چې د وسله والو تر ټولو ډیر بریدونه د خیبر پښتونخوا په ولایت کې شوي. په راپور کې ویل شوي چې تیره میاشت پدې ولایت کې ۵۰ بریدونه شوي چې ۷۱ تنه پکې وژل شوي او ۸۵ نور ټپي شویدي.
په راپور کې همدارنګه ویل شوي چې تر خیبرپښتونخوا وروسته د بلوچستان ولایت کې تیره میاشت ډیر بریدونه شوي. پدې ولایت کې د نومبر په میاشت کې ۲۰ وسله وال بریدونه شوي چې د راپور له مخې ۶۰ تنه پکې وژل شویدي.
د بلوچستان په ولایت کې تیره میاشت تر ټولو ستر برید د اورګاډي په سټیشن کې شوی و. چارواکو ویلي و چې د اورګاډي په سټیشن کې د بم په چاودنې کې د ۱۴ پوځیانو په ګډون لږ تر لږه ۲۶ تنه وژل شوي او ۴۶ نور ټپي شوي و.
بلوڅ بیلتون غوښتونکو ادعا کړې وه چې دا برید هغوي کړی و او هدف یې د پاکستان پوځیان و.
د پاکستاني رسنیو د راپور پراساس د بلوچستان د ازادۍ اردو ویلي دي چې هغوي دا ځانمرګی برید په هغو پاکستاني پوځيانو کړی چې یو په ټرینینګ کې له برخې اخستو وروسته په جعفر ایکسپریس کې خپلو مرکزونو ته روان وو.
د دې څیړنیز مرکز په راپور کې راغلي چې تیره میاشت د پنجاب په ولایت کې یوازې د یو برید هڅه شوې وه خو چارواکو شنډ کړی خو د سند په ولایت او مرکز اسلام آباد کې د هیڅ برید خبر ندی ورکړل شوی.
پاکستاني چارواکي ادعا کوي چې په افغانستان کې د ۲۰۲۱ کال اګست میاشتې راهیسې چې طالبان بیا واک ته رسیدلي، ورسره په پاکستان کې هم د وسله والو بریدونه ډیر شوي.
اسلام آباد دا ادعا هم کوي چې وسله وال په افغانستان کې د پټیدو خوندي مرکزونه لري او له همدې ځایونو په پاکستان کې د بریدونو بندوبست کوي خو د طالبانو حکومت په پرله پسې توګه دا ادعاوې رد کړي او وایي هیڅوک به پرې نږدي چې د افغانستان د خاورې څخه په بل هیواد / هیوادونو له برید کولو لپاره کار واخلي.
د دې مقالې په لیکلو کې د امریکا غږ ډیوې څانګې له راپور کار اخیستل شوی.
فورم \ دبحث خونه