د لاس رسي وړ اتصالات

کندهار کې د ملا محمد عمر پر کور وسله وال برید


د طالبانو د پخواني مړه شوي مشر ملا محمد عمر کور
د طالبانو د پخواني مړه شوي مشر ملا محمد عمر کور

تيره شپه ۸ بجې په درنو وسلو سمبالو برید کوونکو چې شمېر يې له ۲ تنو څخه پورته ښودل کیږي د کندهار ښار په شمالي څنډه کې د یوه غره په سمڅو کې ځای پر ځای شوي او د صفر ۳ قطعې پر مرکز يې د درنو وسله لو بریدونه پيل کړي.

امنیتي چارواکي وايي، د درنو وسلو دغه برید ډير دوام ونه کړ او تر نیم ساعت وروسته ځانګړو ځواکونو د پېښې سیمه د ځمکې او هوا له لارې کلا بنده کړه.

د کندهار د پوليسو ویاند څارمن جمال بارکزي نن جمعه جون۱۲(غبرګولې ۲۳) امریکا غږ اشنا سره خبرو کې پېښه تائید کړه او زیاته يې کړه چې په اړه به بشپړه جزئیات به وروسته د رسنیو په واک کې ور کړي.

هغه زیاته کړه:"د کندهار ښار د دیارلسمې حوزې او ارغنداب ولسوالۍ ترمنځ د کوتل غره په یوه برخه کې وسله وال برید کوونکي ځای پر ځای شوي خو نن سهار د پوليسو لخوا په یاد غره کې د پوليسو لخوا د برید کوونکو پرضد عملیات پيل شوي او جزئیات به يې وروسته څرګند شي."

ویل کیږي د ملي امنیت ځانګړو ځواکونو پر یاد مرکز د برید ګرو له ډلې یو تن برید ګر لاهم ژوندی دی او پر وړاندې يې عملیات دوام لري.

خو د کندهار یوه لوړ پوړي امنیتي مقام د نوم نه ښودلو په شرط امریکا غږ اشنا ته وويل چې د برید په پيل کې د ارغنداب ولسوالۍ له لوري پر برید کوونکو عملیات پيل شوه چې په شروع کې يې د یادې ولسوالۍ د پولیسو د ټولۍ قوماندان لومړی څارن عصمت الله په پېښه کې ټپي شوی دی.

هغه زیاته کړه:"د برید کونکو شمېر چې دوه تنه ښودل کیږي او یاهم ممکن تر دې لوړ وي د شپې ۸ بجې په درنو وسلو باندي د صفر ۳ پر قطعه برید وکړ چې په سم لاسي ډول د ځانګړو ځواکونو لخوا د ځمکې او هوا له لارې محاصره شول وسله والو تر لنډ برید وروسته بیا ډزې نه دي کړي خو تر نن سهار لسو بجو پورې څارل کیده او اوس پوليسو د غرونو د تصفيې علمیات پيل کړي."

د ملي امنیت د صفر ۳ قطعه چې په جنوب کې تر ټولو پیاوړی افغان ځواک بلل کیږي قرارګاه يې د طالبانو د پخواني مړه شوي مشر ملا محمد عمر په پخواني کور کې چې د ( ملاصاحب سرای) باند شهرت لري، پرته ده.

دغه راز ويل کیږي چې په یاد مرکز کې امریکايي ځانګړي ځواکونه هم اوسیږي.

د نوموړي مرکز تر څنګ د فیل کو او کوتل غره په نومونو دوه لوی غرونه هم موقعیت لري چې کندهار ښار او ارغنداب ولسوالي سره جلا کوي.

او دا لومړی ځل دی چې پر دغسي یوه مهم نظامي مرکز باندې وسله وال برید کوي.

تر اوسه پوري کومې وسله والې ډلې د یاد برید مسئولیت په غاړه نه دی اخیستی.

  • 16x9 Image

    عزیزالله پوپل

    عزیزالله پوپل په جنوبي ولایتونو کې د امریکا غږ اشنا راډیو د پښتو خبریال دی. له امریکا غږ سره د کار له مخه یې په سیمه کې له ملي راډیو او ټلویزیون، روز خبري اژانس، هیواد ټلویزیون او افغان ازاد راډیو سره د خبریال په حیث کار کړی، او د کندهار په پوهنتون کې یې د ادبیاتو زده کړې ترسره کړې دي

XS
SM
MD
LG