د لاس رسي وړ اتصالات

پاکستان کې په یوه ورځ په بریدونو کې ۲۰ کسان وژل شوي


په بنو کې په ځانمرګي برید او نښته کې مرګ ژوبله اوښتې.
په بنو کې په ځانمرګي برید او نښته کې مرګ ژوبله اوښتې.

د پاکستان پوځ چهارشنبې نومبر ۲۰ (لړم ۳۰) وویل چې د خیبر پښتونخوا په بنو کې په یو ځانمرګي برید کې ۱۲ سرتیري وژل شوي او په همدې سیمه کې په یوه نښته کې لږ تر لږه اته کسان وژل شوي دي.

پوځ په یوه اعلامیه کې ویلي چې افغانستان ته څېرمه په غرنۍ سیمه کې له خونړي ځانمرګي بريد نه مخکې د دوی او وسله والو ډلو ترمنځ په نښته کې شپږ اورپکي ووژل شول.

په اعلامیه کې راغلي چې د وسله والو لخوا یوې امنیتي "پوستې ته د ننوتو هڅه د عسکرو لخوا په موثره توګه شنډ شوه او وسله وال یې اړ کړل چې له چاودیدونکو توکو ډک موټر د پوستې د احاطې له دیوال سره وجنګوي."

د پاکستاني طالبانو د حافظ ګل بهادر ډلې د دغه برید مسئولیت منلی دی.

د پاکستان ولسمشر اصف علي زرداري په یو بیان کې په دې اړه "خواشیني" ښودلې او "د ترهګرۍ په بشپړه توګه له منځه وړلو هوډ" یې څرګند کړی. د پاکستان د کورنیو چارو وزیر محسن نقوي هم دا برید غندلی دی.

یوې استخباراتي سرچینې ویلي چې د بنو له پېښې څو ساعته وړاندې د خیبر پښتونخوا په تیرا سیمه کې په یوه بله نښته کې څو ساعته یې دوام وکړ، اته سرتېري او نهه وسله وال وژل شوي دي.

د "تحریک طالبان پاکستان" وسله والې ډلې وروسته د دې برید مسؤلیت په غاړه واخیست او ویې ویل چې دا برید یې د امنیتي ځواکونو لخوا د دې ډلې د یو جنګیالي د وژل کېدو ځواب و.

د دوشنبې په ورځ په بنو کې یوې امنیتي پوستې ته څېرمه اووه پولیس یرغمل نیول شوي وو، خو یوه ورځ وروسته د ځايي قومي مشرانو په منځګړیتوب خوشي شول.

د پولیسو یو چارواکي محمد ضیاء الدین ای فرانس پرس ته وویل: "ټول تښتول شوي پولیس د اورپکو سره د ځایي مشرانو له خبرو اترو وروسته خوشې شوي دي." هغه د نورو جزیاتو له ورکولو ډډه وکړه.

د پاکستاني طالبانو د حافظ ګل بهادر ډله له "تحریک طالبان پاکستان" څخه جلا ده، خو دواړه ډلې له ۲۰۰۱ کال راهیسې د امریکا په مشرۍ د ناټو ایتلاف پر ضد په جګړه کې د افغان طالبانو په ملاتړ کې فعالې وې.

د ۲۰۲۱ په اګست کې په افغانستان کې د طالبانو د بیاواکمن کېدو راهیسې د پاکستان په سرحدي سیمو کې تاوتریخوالی زیات شوی دی.

د "تحریک طالبان پاکستان" ډلې د اکتوبر په وروستیو کې د خیبر پښتونخوا پر یوې امنیتي پوستې باندې د هغه برید پړه ومنله چې پکې ۱۰ پولیس افسران ووژل شول.

د پاکستان په جنوب لوېديځ کې د شنبې په ورځ په یوې سرحدي امنیتي پوستې باندې "د بلوڅو د ازادۍ پوځ" وسله والې ډلې په برید کې اووه سرتېري ووژل شول.

دا پېښه یوه اوونۍ وروسته له هغې وشوه چې د همدې ډلې له خوا د بلوچستان په مرکز کوټه کې د ریل ګاډي په یو تمځای کې د ۱۴ سرتېرو په ګډون ۲۶ کسان ووژل شول.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG