د لاس رسي وړ اتصالات

"د پاکستان پوځ د لادرکه بلوڅانو په اړه خپل دریځ نرم کړی"


د پاکستان رسنیو داسې رپورټونوه خپاره کړیدي چې څو تنه لادرکه بلوڅان خپلو کورنو ته بیرته راغلي دي

د دغه رپورټونو نه وروسته د جنورۍ په ١٦ د بلوچستان غږ په نوم یوې ډلې د لادرکه بلوڅانو لپاره خپل احتجاجي ناسته د لسو کلونو وروسته وځنډوله. د بلوچستان حکومت دغه احتجاج کونکو ته باور ورکړیدی چې هغوي د لادکه کسانو په بیرته راوستلو لپاره هلې ځلې کوي.

په پاکستان کې د بلوڅانو او پښتنو د کورونو نه د لادرکه کیدو مسله د ډیرو کلونو راهیسې موجوده ده او د دغې ضد اکثر احتجاجونه هم کیږي خو د بلوڅانو غږ په نوم ډلې د تیرو لسو کلونو نه احتجاجي غونډه کوي.

په واشنگټن کې میشت بلوچ خبریال ملک سراج اکبر وایي چې دی ځل له د بلوچستان حکومت د لادرکه شوو کسانو د مسلې د حل لپاره جدي ښکاري.

هغه وویل:"د بلوچستان عوامي گوند مشري اختر مینگل کوي او هغه په حکومت کې د شاملیدو لپاره ځینې شرطونه وړاندي کړي و چې یو یې پکې د لادرکه کسانو بیرته راوستل دي. مینگل خبرداری ورکړیدی چې که د لادرکه بلوڅانو مسله حل نه شوه نو دی به د حکومت سره ایتلاف پریږدي."

ملک سراج وویل چې دا لمړنی ځل دی چې پوځ هم ښیي پدغې مسلې غور کوي ځکه یې ځینې کسان د کلونو پس کورونو ته رالیږلي دي.

ملک سراج وویل: "پخوا به حکومت او سیاسي مخالفین یې یو ځاې نه کیناستل خو اوس هغوي تماسونه زیات کړيدي. دا څرگنده ده چې پوځ غواړي ځیني لادرکه کسان پریږدي."

د بلوچستان د کورنیو چارو وزیر میرضیا لنگوي هم د جنورۍ په ١٦ یوې خبرې غونډې ته ویلي دي چې حکومت د لادرکه کسانو د مسلې حل کولو ته جدي دی.

له بلې خوا د پاکستان په پارلمان کې د وزیرستان استاځي محسن داوړ هم د لادرکه کسانو په اړه وینا کې کړیده او غوښتي یې دي چې د پښتنو لادرکه کول او قتلونه دې نور بند شي.

  • 16x9 Image

    نزرانه یوسفزۍ

    نزرانه غفار  د ۲۰۱۱ کال راهیسي په واشنګټن کې د امریکاغږ سره د ژورنالستې او نطاقې په حیث کار کوي. نزرانه یوسفزۍ د انګلستان د مانچسټر د پوهنتون نه د بشري حقونو او نړیوال قانون په برخې کې خپله ماستري اخیستې ده.

XS
SM
MD
LG