د لاس رسي وړ اتصالات

د بنګله دېش د پخوانۍ صدراعظمې شیخ حسینې په خلاف د قتل دعوه ثبت شوې


د بنګله دېش پخوانۍ صدراعظمه شیخ حسینه له خونړیو مظاهرو وروسته هند ته وتښتېده.
د بنګله دېش پخوانۍ صدراعظمه شیخ حسینه له خونړیو مظاهرو وروسته هند ته وتښتېده.

د بنګله دیش یوې محکمې د سه شنبې په ورځ اګست ۱۳ (زمري ۲۳) پر پخوانۍ صدراعظمې شیخ حسینې او د هغې په اداره کې پر شپږو لوړپوړو چارواکو باندې د قتل د تورونو په اړه تحقیقات پیل کړل.

په بنګله دېش کې د یوې میاشتې مظاهرو او ناکراریو وروسته پخوانۍ ۷۶ کلنې صدراعظمې تېره اونۍ استعفا وکړه او په چورلکه کې ګاونډي هند ته وتښتېده.

په دغو مظاهرو کې تر ۴۵۰ ډېر کسان ووژل شول چې د حسینې د حکومت د نسکورېدو لامل شو.

د مامون میا په نوم یو وکیل چې د یو شخصي بنګله دیشي په استازیتوب یې قضیه وړاندې کړې، وویل: "د شیخ حسینې او شپږو نورو په وړاندې قضیه ثبت شوې ده." هغه زیاته کړه چې د پایتخت ډهاکې ښاري محکمې پولیسو ته امر کړی چې "د تورنو کسانو په وړاندې د وژنې قضیه ومني"، چې دا د بنګله دیش د قانون له مخې د جرمي تحقیقاتو لومړی ګام دی.

محکمې ته د میا په دوسیه کې د حسینې د کورنیو چارو پخوانی وزیر اسدالزمان خان او د حسینې د عوامي لیګ ګوند عمومي منشي عبیدالقادر هم شامل دي.

په قضیه کې د حسینې د حکومت لخوا ټاکل شوي څلور لوړپوړي پولیس افسران هم شامل دي چې د وروستي بدلون وروسته له دندو لیرې شوي دي.

په قضیه کې پر دغو اوو تنو باندې د خوراکي توکو د یو پلورنځي د مالک د وژلو تور پورې شوی. دغه کس د جولای په ۱۹مه د مظاهره چیانو په وړاندې د پولیسو په ډزو کې وژل شوی و.

امریکا: د حسینې د حکومت په نسکورېدو کې لاس نلرو

سپینې ماڼۍ د دوشنبې په ورځ وویل د شیخ حسینې له واک څخه په لیرې کېدو کې لاس نلري او په دې اړه تورونه یې بې اساسه وبلل.

د یوې پوښتنې په ځواب کې د سپینې ماڼۍ ویاندې کرن ژان پېیر وویل: "هغه ټولې اوازې او راپورونه درواغ دي چې وايي د متحده ایالاتو حکومت په دغو پېښو کې لاس درلود."

ژان پېیر زیاته کړه چې دا د بنګله دېش په خلکو پورې اړه لري او "موږ باور لرو چې د بنګله دېش خلک باید د بنګله دېش د حکومت راتلونکی وټاکي. همدا زموږ دریځ دی."

د شیخ حسینې زوی سجیب وازد جوای چې د خپلې مور په حکومت کې سلاکار و، تور پورې کړی چې نامعلومو بهرنیو ځواکونو په بنګله دېش کې د مظاهره کوونکو ملاتړ کړی خو ددې خبرې دپاره یې اسناد او شواهد ندي وړاندې کړي.

وازد چې په امریکا کې اوسیږي، ویلي: "یوازې استخباراتي ادارو ددې توان درلود چې مظاهره کوونکو ته وسلې قاچاق او په لاس ورکړي."

متحده ایالات په ټوله کې له د بنګله دیش سره دوستانه اړیکې لري، او شیخ حسینې ته د ترهګرۍ په وړاندې د مبارزې په ګډون په یو شمېر مسایلو کې د شریکې په سترګه کتل کېدل.

خو واشنګټن په بنګله دیش کې له مظاهرو وړاندې په ممکنه غیر ډیموکراټیکو بدلونونو انتقاد کړی او د ټاکنو په کمزوري کولو تورن بنګله دیشیانو ته یې د ویزې په ورکولو محدودیت لګولی و.

د شیخ حسینې له استعفا وروسته د نوبل جایزې ګټونکي محمد یونس د بنګله دېش د موقت حکومت د مشر په توګه لوړه کړې ده.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG