د لاس رسي وړ اتصالات

د بنګله دېش د 'بیګمانو جګړه'؛ یوه یې وتښتېده او بله یې ازاده شوه


شیخ حسینه او خالده ضیاء خپلو کې سر سختې سیاسي غلیمانې دي
شیخ حسینه او خالده ضیاء خپلو کې سر سختې سیاسي غلیمانې دي

له هغه وروسته چې د بنګله دېش صدراعظمې شیخ حسینې استعفا وکړه، له هېواد څخه ووتله او مظاهره چیان یې په کور ورننوتل، د هغې پخوانۍ سیاسي غلیمه خالده ضیاء ازاده شوه.

د شیخ حسینې او خالده ضیاء ترمنځ دښمني، چې له لسیزو روانه ده، په بنګله دېش کې سیاست ټاکونکې دښمني بلل کېږي.

په ۲۰۱۸ کال کې د شیخ حسینې په صدراعظمۍ کې ۷۸ کلنه خالده ضیاء د اختلاس او فساد په تور په ۱۷ کالونو بند محکومه شوه، خو کله چې شیخ حسینه تېره ورځ له واک څخه لېرې شوه او پوځ د موقت حکومت جوړولو اعلان وکړ، د نورو بندیانو تر څنګ، خالده ضیاء هم په کور کې له نظر بندۍ څخه ازاده شوه.

میرمن ضیاء د بنګله دېش د ملي ګوند مشره ده، د دغه ګوند ویاند وحیدالزمان فرانس پرس ته وویل چې مشره یې ازاده شوې، خو روغتیا یې ښه نه ده، په ویلچیر کې ګرځي او د شکرې او ځیګر له ناروغۍ کړېږي.

د لسیزې دښمني

په بنګله دېش کې د شیخ حسینې واجد او خالده ضیاء دښمني د «بیګمانو د جګړې» په نوم پېژندل کېږي، په جنوبي اسیا کې «بیګم» ځواکمنې ښځې ته ویل کېږي. د شیخ حسینې پلار شیخ مجیب الرحمن د بنګله دېش بنسټګر دی، له خالدې ضیاء سره د شیخ حسینې دښمني هم د شیخ مجیب الرحمن د وژلو له قضیې سره تړلې ده.

شیخ حسینه تېره ورځ له استعفا وروسته هند ته ولاړه
شیخ حسینه تېره ورځ له استعفا وروسته هند ته ولاړه

په ۱۹۷۵ کال کې په بنګله دېش کې په یوې پوځي‌ کودتا کې د حسینې پلار، مور، درې وروڼه او ځينې نور خپلوان ووژل شول. د دغې کودتا په وخت کې د خالدې ضیاء مېړه ضیاء الرحمن د پوځ مرستیال مشر و او درې میاشتې وروسته یې په اغیزناک ډول واک ترلاسه کړ.

ضیاء الرحمن په غربت ځپلي بنګله دېش کې اقتصادي‌ پلانونه پیل کړل، خو په ۱۹۸۱ کال کې په یوې بلې پوځي کودتا کې ووژل شو او د بنګله دېش د ملي ګوند ټول مسئولیت د خالدې ضیاء په اوږو بار شو.

هغه مهال خالده ضیاء ۳۵ کلنه وه، دوه زامن یې لرل او منتقدینو ویل چې سیاسي تجربه نه لري. هغې د دکتاتور حسین محمد ارشاد په ضد د اپوزیسیون مشري وکړه او په ۱۹۸۶ کال کې یې له شرمه په ډکو انتخاباتو کې ګډون ونه کړ او لویې مظاهرې یې وکړې.

خالدې ضیاء او شیخ حسینې لاسونه سره ورکړل، په ۱۹۹۰ کال کې یې ارشاد یې له واک څخه لېرې کړ او بیا دواړه په ازادو ټاکنو کې د یو بل په وړاندې ودرېدې.

د خالدې ضیاء مېړه په هغې کودتا کې دخېل و چې د شیخ حسینې پلار،‌ مور او وروڼه په کې ووژل شول
د خالدې ضیاء مېړه په هغې کودتا کې دخېل و چې د شیخ حسینې پلار،‌ مور او وروڼه په کې ووژل شول

خالدې ضیاء ټاکنې وګټلې او د ۱۹۹۱ څخه تر ۱۹۹۶ کاله پورې او بیا له ۲۰۰۱ څخه تر ۲۰۰۶ کال پورې صدراعظمه وه، په بنګله دېش کې واک د همدغو دواړو ترمنځ څرخېده.

سیاسي بحران

په ۲۰۰۷ کال کې دا دواړه په بنګله دېش کې په سیاسي کړکیچ کې ګرمې وګڼل شوې چې له کبله یې پوځ بېړنۍ واکمني اعلان کړه او سرپرست حکومت یې وټاکه. شیخ حسینه او خالده ضیاء ونیول شوې او څه باندې یو کال په توقیف کې وې.

خو شیخ حسینې په ۲۰۰۸ کال کې بیا ټاکنې وګټلې او له بنګله دېش څخه هند ته تر تښتېدو پورې یې ارامه صدراعظمي وکړه. شیخ حسینې د خالدې ضیاء د ګوند زرګونه غړي بندیان کړل، سلګونه نور تري تم شول او هغې له دې لارې په واک باندې خپلې منګولې ټېنګې کړې.

خالده ضیاء په ۲۰۱۸ کال کې د فساد او اختلاس په تور محکومه شوه، خو ګوند یې وايي چې د دې کار تر شا سیاسي‌انګیزه وه. هغه بیا وروسته له زندان څخه کور ته واستول شوه او په دې شرط نظر بنده شوه، چې نه به په سیاست کې برخه اخلي او نه به د خپلې درملنې لپاره بهر ته ځي.

زوی یې په جلا وطنۍ کې

په ۱۹۹۰ کالونو کې د خالدې ضیاء کابینې د بنګله دېش اقتصاد ازاد کړ او د څو کالونو لپاره یې اقتصادي پرمختګونه وغوړول. خو دویم ځل صدارت یې،‌ چې له یوې اسلامپالې ډلې سره یې ایتلاف کړی و، د فساد له تورونو سره مل و چې زوی یې هم په کې دخېل بلل کېده.

په دغې مودې کې همدغه راز اسلامپالو افراطیانو ځینې بریدونه هم وکړل، په یو برید کې ۲۰ تنه ووژل شول او شیخ حسینه ترې روغه ووتله.

میرمن ضیاء د جرمونو د مخنیوي لپاره د چټک غبرګون یوه قطعه جوړه کړې وه، دا قطعه تورنه شوه چې د محکمې له پرېکړې پرته یې سلګونه کسان وژلي دي.

خالده ضیاء چې په زندان کې وه، د هغې مشر زوی طارق الرحمن له لندن څخه د بنګله دېش د ملي ګوند مشري کوله، خو محکمې په غیاب کې هغه په ۲۰۰۴ کال کې د شیخ حسینې په یوې غونډې کې د برید په تور په عمر بند محکوم کړ.

د میرمن ضیاء ګوند د محکمې دا پرېکړه سیاسي وبلله او ویې ویل هدف یې دا دی چې دا کورنۍ له سیاست څخه وشړل شي.

خالده ضیاء د غوڅ دریځ له کبله درناوی ترلاسه کړ، که څه هم ونه توانېدله چې په بنګله دېش کې دننه او د باندې له خپلو مهمو سیاسي ایتلافیانو سره جوړ جاړی وکړي.

په همدغه ترڅ کې په ۲۰۱۵ کال کې د هغه ځلمی زوی په مالیزیا کې د زړه د حملې له کبله مړ شو، شیخ حسینه د خالدې ضیاء کور ته ورغله چې تسلیت ورته ووایي، خو هغې دروازه خلاصه نه کړه.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG