د لاس رسي وړ اتصالات

لویدیځو هیوادونو په بنګله دیش کې د ارامۍ غوښتنه وکړه


په بنګله دیش کې د پراخو ولسي مظاهرو وروسته چې ددې هیواد صدراعظمه یې استعفا کولو او هیواد پریښودو ته اړه کړه، غربي هیوادونو دوشنبه اګست پنځمه ( زمري ۱۵) په دې هیواد کې د ارامۍ او په دیموکراتیکه توګه د واک لیږد غوښتنه وکړله.

متحده ایالاتو د بنګله دیش پوځ ستایلی چې د مظاهره چیانو لا ځپلو پر ځای یې موقتي حکومت جوړ کړ.

شیخ حسینې شاوخوا ۱۵ کاله په بنګله دیش کې واکمنې درلوده، د هند تر څنګ یې د غربي هیوادونو سره هم اړیکې تودې وي خو دا چې په دې تیرو څو کالونو کې یې استبدادي کړنې وکړې، په پراخه توګه تر انتقادونو لاندې راغله.

میرمن حسینه تر استعفا کولو وروسته هند ته ولاړه.

متحده ایالاتو په بنګله دیش کې په داسې حال کې د نور تشدد د مخنیوي غوښتنه کړې چې په پایتخت ډهاکې کې په پراخه توګه لوټ او تالان شوی او روغتونونو کې په مرمیو سوري شوي جسدونه ور وړل شویدي.

د بهرنیو چارو د وزارت ویاند میتیو میلر دوشنبه په خبري کنفرانس کې وویل چې په بنګله دیش کې په تیرو څو اوونیو کې چې د حکومت ضد مظاهرې شوې، ګڼ شمیر خلک وژل شوي او په راتلونکو ورځو کې یې د ارامۍ او حوصلې غوښتنه وکړه.

شیخ حسینه د بنګله دیش د باني، شیخ مجیب الرحمان لور ده او غوښتل یې چې د محصلینو په مشرۍ د حکومت ضد پاڅون وځپي. یوازې د همدې تیرې یکشنبې په ورځ په مظاهرو کې لږ تر لږه ۱۰۰ تنه ووژل شول.

د بهرنیو چارو د وزارت ویاند وویل داسې راپورونه یې لیدلي چې د بنګله دیش پوځ د مظاهره چیانو د ځپلو لپاره د چارواکو لخوا فشارونه نه و منلي او زیاته یې کړه که دا راپورونه ریښتیني وي، په بنګله دیش کې یو مثبت پرمختګ دی.

هغه زیاته کړه، "مونږ د موقتي حکومت د اعلان هرکلی کوو او غواړو چې د واک هر ډول لیږد دې د بنګله دیش قوانینو سره سم وي."

میلر دا هم وویل چې متحده ایالات غواړي د بنګله دیش د راتلونکي مشر ټاکلو پریکړه په خپله ددې هیواد ولس وکړي. د متحده ایالاتو تر څنګ د ملګرو ملتونو عمومي منشي انتونیو ګوتریش هم په بنګله دیش کې په سوله ایزه، دیموکراتیکه او منظمه توګه د واک لیږد غوښتنه وکړه.

د ګوتریش ویاند، فرحان حق د دوشنبې په ورځ وویل چې د ملګرو ملتونو مشر په بنګله دیش کې د تشدد په هکله د بې پرې، خپلواکو او شفافو پلټنو غوښتنه کوي.

په عین حال کې د بریتانیا د بهرنیو چارو وزیر د ملګرو ملتونو څخه غوښتي دي چې د دې پلټنو مشري دې وکړی.

ډیوډ لامي په یوې اعلامیې کې ویلي چې د بنګله دیش ولس ددې حق لري چې د تیرو څو اوونیو پیښو په هکله د ملګرو ملتونو په مشرۍ " بشپړ او خپلواک تحقیقات" وشي.

اروپایي اتحادیې هم په بنګله دیش کې د ارامۍ او حوصلې غوښتنه کړې.

په پایتخت ډهاکې کې خلکو په پراخه توګه لوټ او تالان کړی.
په پایتخت ډهاکې کې خلکو په پراخه توګه لوټ او تالان کړی.

د دې اتحادیې د بهرنۍ پالیسۍ مشر جوسیپ بوریل په یوې اعلامیې کې ویلي چې د بشري حقونو بشپړ درناوي او دیموکراتیکو اصولو له مخې دې په بنګله دیش کې په سوله ایزه توګه د واک لیږد ډاډ ورکړل شي.

په هند کې مطبوعاتو ویلي چې شیخ حسینه په نوې ډهلي کې یوې نظامي اډې سره نږدې په الوتکې کې ولاړه.

یو جګپوړې سرچینې ویلي چې میرمنې حسینې غوښتل د هند له لارې لندن ته ولاړه شي خو لا معلومه نده چې د دې سفر کولو لپاره به ورته اجازه ورکړل شي که نه.

په بنګله دیش کې دا مظاهرې په حکومتي دندو کې د سهم بندۍ په ضد پیل شوي او د ۷۶ کلنې صدراعظمې له واک څخه د لېرې کېدو غوښتنه یې کوله. شیخ حسینه له ۲۰۰۹ راهیسې د بنګله دېش صدراعظمه وه.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG