د لاس رسي وړ اتصالات

محمد یونس د بنګله دیش د موقتي حکومت مشر وټاکل شو


په بنګله دیش کې د محصلینو په مشرۍ ولسي مظاهرو څخه وروسته چې د دې هیواد صدراعظمه، شیخ حسینه یې استعفا کولو او هیواد پریښودو ته اړه کړله، چارواکو وویل چې د سولې نوبل جایزې ګټونکی، محمد یونس به د موقتي حکومت مشر وي.

د بنګله دیش د جمهور رئیس محمد شهاب الدین ویاند، زین العابدین په سیمه ایز وخت چارشنبه اګست اوومه د اې پي خبري اژانس ته دا خبر تائید کړیدی.

ښاغلي عابدین ویلي چې د ښاغلي یونس په مشرۍ د حکومت د کابینې نور غړي به د سیاسي ګوندونو او نورو چارواکو سره تر سلا مشورو وروسته وټاکل شي.

د محصلینو د مظاهرو مشرانو، د بنګله دیش د پوځ، مدنې ټولنې غړیو او سوداګرۍ مشرانو د جمهور رئیس سره د څه باندې پنځو ساعتونو لپاره د سه شنبې په ورځې غونډه وکړله چې د موقتي حکومت د مشر ټاکل کیدو په هکله یوې پریکړې ته ورسیږي.

محصلینو هم د موقتي حکومت مشرۍ لپاره د ښاغلي یونس د نوم وړاندیز کړی و او ویلي یې و چې هغه دا وړاندیز منلی. یونس دا مهال د فرانسې د پاریس په ښار کې دی او چارواکو ویلي چې ټاکل شوې ژر به هیواد ته ستون شي او چارې به پر مخ یوسي.

د محصلینو مشرانو د شپې ناوخته پورې د بنګله دیش د جمهور رئیس په کور کې غونډه درلوده، هغوي دا پریکړه ستایلې او ترې راضي ښکاریدل.

د بنګله دیش جمهور رئیس تر دې وړاندې پارلمان منحل کړ او د شیخ حسینې پر ځای د نوي صدراعظم ټاکل کیدو لپاره یې انتخاباتو ته لار هواره کړله. میرمن حسینې د څو اوونیو ولسي مظاهرو څخه وروسته استعفا وکړله او له هیواد څخه د باندې ولاړه.

د بنګله دیش جمهور رئیس محمد شهاب الدین همدرانګه د سیاسي مخالف ګوند مشرې خالدې ضیا د آزادیدو امر ورکړ چې د صدراعظمې شیخ حسینې یو پخوانۍ رقیبه ده او حکومت په ۲۰۱۸ کال کې د فساد تورونو کې محکومه کړله او پخپل کور کې بندي وه.

د محصلینو مشرانو همدارنګه ویلي چې داسې حکومت جوړیدو ته به اجازه ورنکړي چې د پو ملاتړ ورسره وي.

په پایتخت ډهاکې کې د سه شنبې په ورځ وضعیت آرام و او یو شمیر مظاهره چیانو له خوښۍ د پوځیانو سره انځورونه اخیستل.

د ډهاکې نړیوال هوایي ډګر څخه هم پروازنه بیرته پیل شویدي.

د بنګله دیش د پولیسو اتحادیې ویلي چې په ټول هیواد کې د امنیت نشوالي له کبله د نه کار کولو اعتراض کوي ځکه چې د دوشنبې په ورځ د هیواد په بیلا بیلو ځایونو کې د پولیسو په مرکزونو بریدونه وشول او ګڼ شمیر افسران ووژل شول.

دې اتحادیې ویلي تر څو چې د پولیسو افسرانو د خوندیتوب ډاډ نه وي ورکړل شوي، دوی به خپلو دندو ته ستانه نشي.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG