د لاس رسي وړ اتصالات

بنګله دیش کې خونړۍ مظاهرې ؛ حکومت په ټول هیواد کې ادارې وتړلې


په بنګله دیش کې حکومت شنبه جولای ۲۰ ( چنګاښ ۳۰) په ټول هیواد کې د دوو ورځو لپاره د ټولو د دفترونو او مؤسسو د تړلو حکم وروسته تر هغه وکړ چې د حکومت ضد مظاهرو کې د مړو شویو کسانو شمیر تر ۱۱۴ پورته شو.

د حکومت ضد مظاهرو مشري محصلین کوي او دومره خونړۍ شوي چې پوځ په پایتخت ډهاکې کې ګزمې پیل کړي او د خلکو په ګرځیدو راګرځیدو هم بندیز لګیدلی.

د مظاهرو مرکز د ډهاکې ښار دی او چارواکي وایي چې د دې ښار په څنډو کې د شنبې په ورځ هم څلور تنه مړه شویدي. پولیسو او نورو امنیتي چارواکو د ښار په لارو کوڅو کې موانع ایښي دي تر څو خلک ګرځیدو ته پرې نږدي.

د صدراعظمې شیخ حسینې حکومت په ټول هیواد کې یکشنبه او دوشنبه عمومي رخصتي اعلان کړې او امر شوی چې یوازې د عاجلو خدماتو ادارې به فعالې وي.

پدې هیواد کې چې د تیرې چارشنبې ورځې راهیسې پکې ټول پوهنتونونه او کالجونه بند دي، محصلین په حکومتي دندو کې د ونډې پر ضد لارو کوڅو ته راوتلي دي.

د دې هیواد د قانون له مخې ۳۰ په سلو کې حکومتي دندې هغو کورنیو ته ورکول کیږي چې د پاکستان څخه د آزادۍ اخیستو په جګړو کې یې خپل خپلوانو برخه اخیستې وه.

د شیخ حسینې حکومت دا قانون په ۲۰۱۸ کال کې باطل کړ خو یوې محمکې تیره میاشت بیرته احیا کړ. د بنګله دیش سترې محکمې د حکومت په غوښتنې دا پریکړه ځنډولې ده او ټاکل شوې چې د یکشنبې په ورځ پدې هکله په سترې محکمې کې دلایل واوریدل شي.

په بنګله‌دیش کې له شاوخوا یوې میاشتې راهیسې د حکومت ضد لاریونونه دوام لري او اعتراض‌کوونکي له چارواکو څخه غواړي ترڅو د پخوانیو پوځیانو چې ۱۹۷۱ کې د پاکستان ضد د خپلواکې په جګړه کې یې برخه اخیستې وه د کورنۍ د غړو په ګډون د خاصو ډلو لپاره د ملکي خدماتو د څه د‌پاڅه ۵۰ سلنه بستونو د ځانګړي کولو سیستم له منځه یوسي.

منتقدین وایي چې دغه سیستم تر ډيره بریده د حکومت پلوه ډلو په ګټه دی چې له ۷۶ کلنې حسینې څخه ملاتړ کوي. شیخ حسینه له ۲۰۰۹ کال راهیسې د بنګله‌دیش د صدراعظمې په توګه په واک کې ده او د روان عیسوي کال په جنوري کې "له ریښتیني مخالفت پرته" د څلورم ځل لپاره د دغه هېواد ټاکنې وګټلې.

د بشري حقونو د دفاع ډلې د حسینې حکومت له دولتي بنسټونو څخه په ناوړې استفادې تورنوي‌ او وايي هغه له دې لارې د حکومت مخالفین ځپي او خپله واکمني پیاوړي کوي. د دوی په وینا په غیرقانوني توګه د فعالانو وژل د حکومت د مخالفینو د ځپلو په اقداماتو کې شامل دي.

اعتراض‌کوونکو شاوخوا یوه میاشت مخکې د یو فعال له وژل کېدو وروسته لاریونونه پیل کړل او له واک څخه د حسینې د ګوښه کېدو غوښتنه یې وکړه.

یو شمیر لاریون کوونکو د فرانسې خبري اژانس ته ویلي چې اوس د دوی لاریونونه یوازې د محصلینو د حقونو لپاره نه بلکې د ټول ولس لپاره دي‌ او د حکومت تر استعفا پورې به دوام وکړي

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG