د لاس رسي وړ اتصالات

امریکا له تایوان سره د ۸۰ میلیون ډالرو پوځي مرسته کوي


تصویر: ارشیف
تصویر: ارشیف

د امریکا د متحدو ایالتونو حکومت د بهرني پوځي تمویل د پروګرام له لارې له تایوان سره د ۸۰ میلیون ډالرو پوځي مرسته کوي.

د دغه پروګرام له لارې معمولآ د هغو هېوادونو سره په مرستې کې ګټه اخیستل کېږي، چې مستقل وي.

د بایډن ادارې کانګرس ته لیک استولی دی او ورته یې ویلي دي چې د بهرنیو چارو وزارت له تایوان سره د مرستې لپاره بودیجه غواړي.

په دغه لیګ کې راغلي دي چې د بهرني پوځي تمویل له پروګرام څخه به له تایوان سره د ځان د دفاع د ظرفیتونو په لوړولو کې کار واخیستل شي.

د تایوان د دفاع وزارت د امریکا د دغو مرسته څخه مننه کړې خو په اړه یې جزیات نه دي ورکړي. دغه وزارت ویلي دي چې امریکا د محاربوي ظرفیتونو په برخو کې ورسره مرسته کړې ده.

د متحدو ایالتونو د استازو د خونې د بهرنیو اړیکو د کمېټې مشر مایکل مککال ویلي دي چې د بایډن د حکومت د دغې پرېکړې ننګه کوي.

مایکل مککال په یوې اعلامیې کې ویلي دي چې دا مرستې به د تایوان حمایت وکړي، په سیمه کې به د ټولو دموکراسیو ننګه وکړي او د امریکا د مخنیوي تګلاره به هم قوي کړي.

نوموړي وویل چې د امریکا دا مرسته به د چین د مخ په زیاتېدونکې پارونې مقابله تضمین کړي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د بهرني پوځي تمویل د پروګرام له لارې بهرنیو هېوادونو ته پېسې ورکوي چې بیا د امریکا دفاعي تجهیزات او نور اړوند وسائيل وپیري.

چین په تایوان باندې د مالکیت دعوه لري او د امریکا او تایوان ترمنځ د هر ډول رسمي معاملو مخالف دی. تایوان د چین د مالکیت ادعا ردوي او وايي چې خلک یې خپل برخلیک په خپله ټاکي.

متحدو ایالتونو تېره میاشت له تایوان سره د ۳۴۵ میلیون ډالرو په ارزښت تسلیحاتي مرسته اعلان کړه. همدغه راز تېره اوونۍ یې د ۵۰۰ میلیون ډالرو په ارزښت د انفرارید تجسسي او د اف-۱۶ جنګي الوتکو د تعقیب د سیستمونو او نورو تجهیزاتو پلورل منظور کړل.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG