د لاس رسي وړ اتصالات

چین کې د لویدیځو هیوادونو پانګونې د کمیدو د احتمال په اړه جینپینګ ته د بايډن خبرداری


د امریکا د متحده ایالاتو جمهور رئیس جو بایډن د خپل چینايي سیال جمهور رئیس شي جینپینګ سره یوې کتنې پر وخت
د امریکا د متحده ایالاتو جمهور رئیس جو بایډن د خپل چینايي سیال جمهور رئیس شي جینپینګ سره یوې کتنې پر وخت

د امریکا د متحده ایالاتو جمهور رئیس جو بایډن د خپل چینايي سیال جمهور رئیس شي جینپینګ سره د اندونیزیا په بالي ښار کې د کتنې پر مهال هغه ته خبرداری ورکړی، چې "متوجه" اوسي، چې بیجینګ د لویدیخو هیوادونو په پانګونه متکي دی.

د اندونیزیا په بالي ښار کې د "جي ۲۰" یا د نړۍ د شلو سترو اقتصاد لرونکو هیوادونو په سرمشریزه کې
جمهور رئیس بایډن د خپل چینايي سیال سره د کتنې پر مهال هغه ته دغه خبرداری پداسې حال کې ورکړ، چې وروسته بیا شي جینپینګ د روسیې د جمهور رئیس ولادیمیر پوتین سره وکتل.

د راپورونو له مخې د امریکا جمهور رئیس د چین له جمهور رئیس سره د کتنې پر مهال وویل: "له کوم وخت څخه، چې روسیه د اوکراین په جګړه کې ښکیله شوې ۶۰۰ امریکايي شرکتونه له روسیې څخه وتلي دي او تاسو ماته وویل، چې ستاسو اقتصاد د اروپا او امریکا د متحده ایالاتو په پانګونې متکي دي. او څارونکي اوسئ. څارونکي اوسئ".

د رویټرز خبري اژانس همداشان د جمهور رئیس بايدن له قوله ویلي دی، چې، "ما د [ چین جمهور رئیس ] ته وویل: دا کوم ګواښ نه دی. زمونږ ارزونې دي".

ددې راپور له مخې د چین او روسیې جمهور رئیسانو د روان کال د مارچ په میاشت سره وکتل او دواړو مشرانو د مسکو او بیجینګ ترمنځ د ګرمو دوستانه اړیکو په اړه وغږیدل.

خو په عین حال کې هغوی په ګډه پر لویدیځو هیوادونو انتقاد وکړ. دغو دواړو مشرانو تیره اونۍ د آنلین لارې د شانګهای په سرمشریزه کې هم کډون کړی و.

اوس مهال د امریکا او چین ترمنځ په اړیکو کې د ملي امنیت، تایون، اوکراین کې د روسیې د جنګ، د پرمختللې ټکنالوژۍ برخه کې چین ته د امریکا د صادراتو د ممنوعیت او د صنعتي پالیسۍ په ګډون په مختلفو مسایلو کې د چین د رهبرۍ لاندې ترینګلتیا او بدبینۍ شته دی.

د جمهور رئیس بایډن له خوا خپل چینايي سیال ته دغه خبرداری په اړه دا خبر په داسې حال کې خپور شوی، چې د امریکا د متحده ایالاتو د مالیې وزیرې جنیت یلین، د چین له پایتخت بیجینګ څخه په کتنې بوخته ده. میرمن یلین د جمعې په ورځ بیجینګ ته د خپل سفر په ترڅ کې د چین د صدراعظم لي کیانګ سره کتلي او هغې د صدراعظم کیانګ سره خپله کتنه "صادقانه او رغنده " بللې ده.


کله، چې د جمهور رئیس بایډن څخه د چین د غبرګون په اړه پوښتنه شوه وویل: "هغه [د چین جمهور رئیس زما خبرو ته] غوږ ونیو او په اړه یې جنجال ونکړ...که چیرې متوجه شئ، هغه [د چین جمهور رئیس] په بشپړ ډول له روسیې څخه نه دی ستړی شوی".


جمهور رئیس بایډن د خپلو خبرو په دوام د امریکا د متحده ایالاتو او چین ترمنځ د ترنګلتیا په اړه وویل: "د همدې له امله فکر کوم یوه لاره شته دی چې مونږ کولی شو د هغې له مخې کار وکړو".

د نړۍ د دوو سترو اقتصاد لرونکو هیوادونو مشرانو ترمنځ په بالي کې هغه مهال دا کتنه ترسره شوه، چې دغو دوو نړیوالو قوتونو د پوځي او دپلوماتیکي پلوه یو بل د ګواښ سره مخ کړي دي په ځانګړي ډول د ارام سمندر په سیمه کې.

په دې وروستیو کلنو کې د واشنګټن او بیجینګ ترمنځ اړیکې په یو لړ مختلفو مسلو خړې پړې شوي دي.

دوه اړخیزې سوداګرۍ باندې جنجال، چین کې د اقلیتونو په ځانګړي ډول د شین ژیانګ په ولایت کې د اویغور مسلمانانو حقونو څخه سرغړونه او پر هنکانګ باندې د سختو قوانینو وضع کول په هغو مسلو کې شامل دي، چې د امریکا متحده ایالاتو ته جنجال جوړونکي دي.

د تایوان په اړه د چین دریځ او د تایوان څخه د امریکا ملاتړ او د چین د جنوب د اوبو په اړه، چې په سیمه کې څو هیوادونه یې د مالکیت ادعا کوي د دوو ستر اقتصاد لرونکو هیوادونو ترمنځ د اړیکو د خړ پریدو د بل عامل په توګه ګڼل کیږي.

XS
SM
MD
LG