د لاس رسي وړ اتصالات

بایډن او ټرمپ د خپلو ګوندونو د نوماندۍ د ګټلو لپاره پوره شمیر ګوندي استازي خپل کړل


د امریکا په متحدو ایالتونو کې د ولسشمرۍ لپاره ټاکنې د روان میلادي کال د نومبر په پنځمه نېټه ترسره کیږي.
د امریکا په متحدو ایالتونو کې د ولسشمرۍ لپاره ټاکنې د روان میلادي کال د نومبر په پنځمه نېټه ترسره کیږي.

د امریکا ولسمشر جوبایډن د دموکرات ګوند د نوماندي او پخواني ولسمشر ډونالډ ټرمپ د جمهوري غوښتونکي ګوند د نوماندۍ لپاره د لازمو ګوندي استازو شمیر پوره او په په ګوندي کنوانسیونونو کې په رسمي توګه له نوماند کیدو وروسته به دغه دواړه کاندیدان د نومبر په عمومي ټاکنو کې سره مخامخ شي.

ولسمشر بایډن او پخوانی ولسمشر ټرمپ د سه شنبې په ورځ، مارچ ۱۲ (کب ۲۲مه) د جورجیا، مسیسیپي او واشنګټن په ایالتونو مقدماتي ګوندي ټاکنې وګتلې او پدې توګه یې وکړای شول چې د راتلونکو ولسمشریزو ټاکنو لپاره د خپل ګوند د نوماندۍ لپاره د پوره شمیر استازو ملاتړ ترلاسه کړي.

د ډموکرات ګوند نوماند بایډن د ولسمشرۍ لپاره د دغه ګوند د نوماندۍ د ګټلو لپاره د ۱۹۶۸ استازو ملاتړ ته اړتیا لري، پداسې حال کې چې د جمهوري غوښتونکي ګوند نوماند ټرامپ بیا د ولسمشرۍ لپاره د دغه ګوند د نوماندۍ د ګټلو لپاره د ۱۲۱۵ استازو ملاتړ ته اړتیا لري.

بایډن تیره ورځ د ۱۰۲ استازو رایو ته او ټرمپ بیا د ۱۳۷ استازو رایو ته اړتیا درلوده، چې دواړو وکولی شول دغه شمیره پوره کړي.

که څه هم د امریکا ولسمشریزو ټاکنو ته اته میاشتې وخت پاته دي،‌ خو دغو دواړو سیالانو لا دمخه په خپلو ویناو کې پر یو بل باندې سختې نیوکې پیل کړي دي.

همدارانګه ددې سره سره چې بایډن او ټرمپ د ولسمشرۍ لپاره د خپل اړوندو ګوندنو د نوماندۍ د ګټلو لپاره د استازو کافي رایې ترلاسه کړي دي ، خو دوی دواړه به په رسمي ډول تر هغه د دې ګوندونو نوماندان ونه بلل شي، تر څو چې ډموکراتانو او جمهوري غوښتونکي د دوی د نوماندۍ په اړه وروستۍ ناسته نه وي جوړه کړې.

د جمهوري غوښتونکي ګوند د نوماندۍ غونډه د جولای په میاشت کې او د ډموکراټ ګوند د نوماندۍ غونډه به د اګست په میاشت کې جوړه شي.‌

جو بایډن ملت ته د خپلې کلنۍ وینا پر مهال ۱۳ ځله د ډونالډ ټرمپ یادونه وکړه، خو نوم یې وانه خیست او د ولسمشر کېدو په صورت کې یې د هغه (ټرمپ) د ولسمشرۍ تور انځور وړاندې کړ.

بلخوا ټرمپ هم تل د بایډن پر عمر پر ډیروالی نیوکې کوي او وايي چې پدغه عمر هغه (بایډن) د هېواد د اعلی سرقوماندانۍ جوګه نه دی.‌

په ورته وخت کې، ملي ټولپوښتنې تر دې دمه ښودلې چې ډونالډ ټرمپ د جو بایډن څخه یو څه مخکې دی، خو ټرمپ هم د بې ساري جنایی قضیو سره مخ دی او ټاکل شوې د مارچ په ۲۵ محکمې ته حاضر شي.

د امریکا ولسمشر د سراسري رایو له لارې نه ټاکل کیږي، بلکې په هر ایالت کې د ټاکنو پر بنسټ ټاکل کیږي. همدارنګه د هر ایالت انتخاباتي رایې توپیر لري. خو ددې سره سره، د هر ایالت د رایو ګټونکی د هغه ایالت د انتخاباتي رایو ګټونکي ګڼل کیږي.

د دې مقالې په چمتو کولو کې د اسوشېټیډ‌ پرس خبري اژانس راپور کارول شوی.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG