د لاس رسي وړ اتصالات

بایډن د امریکا د استقلال په ورځ: له مرګوني ویروس څخه ازادي‌ اعلانوم


ښاغلي بایډن په سپینې ماڼۍ د امریکا خپلواکۍ د ورځې په مراسمو کې وینا وکړه
ښاغلي بایډن په سپینې ماڼۍ د امریکا خپلواکۍ د ورځې په مراسمو کې وینا وکړه

د امریکا د متحدو ولسمشر جوبایډن دخپل هېواد د خپلواکۍد ۲۴۵م کال په مراسمو کې وویل چې نن امریکا د کرونا د مرګوني ویروس له شر څخه خپله ازادي اعلانوي.

دا مراسم د یکشنبې په ماښام جولاۍ څلورمه (چنګاښ۱۳) په سپینې ماڼۍ کې جوړ شوي وو. ښاغلي بایډن وویل چې د استقلال دا ورځ ډېره مهمه ده.

نوموړي په امریکا کې اقتصادي وضعیت او د ښوونځیو، کاروبارونو او نورو ادارو پرانیستلو ته په کتو، چې د کرونا ویروس له کبله تېرکال تړل شوي وو، وویل چې امریکا به بیا هېڅکله د تېرکال وضعیت ته ونه ګرځي.

نوموړي د امریکایانو په اتفاق ټېنګار وکړ او وویل چې امریکایان چې هرکله د یو بل تر څنګ درېدلي دي د کامیابۍ حدود یې محدود نه وو.

دغو مراسمو ته د کروناویروس سره د مبارزې شاوخوا ۱۰۰۰کارکوونکي، پوځي مشران او د کورنۍ غړي هم بلل شوي وو. ښاغلي بایډن کروناویروس سره د مبارزې د کارکوونکو او خپلو پوځيانو د قربانۍ مننه وکړه.

نوموړي وویل چې د امریکا د حکومت او خلکو د هلو ځلو په پایله کې د جون د میاشتې په پرتله په امریکا کې د کرونا ویروس له کبله د مړو شمېر ۹۰سلنه کم شوی دی او خلکو ته په ګډه د خپلواکۍ د ورځې نمانځلو زمینه برابره شوه.

د امریکا ولسمشر جوبایډن د مۍ په میاشت کې دوه هدفونه وټاکل چې تر ۱۸کلونو پورته ۷۰سلنه امریکایانو ته د کرونا ضد لږ تر لږه یو ډوز واکسین کول او د خپلواکۍ تر ورځې پورې په امریکا کې ۱۶۰میلیون خلکو ته د کرونا ضد دوه ډوزه واکسین کول و.

خو داسې ښکاري چې دا هدفونه پوره شوي نه دي، تر دې دمه ۱۵۷میلیون امریکایانو د کرونا ضد دواړه ډوزه واکسینونه کړي دي چې د شاوخوا ۳۳۳میلیون نفوس ۴۸سلنه کیږي.

د امریکا په متحدو ایالتونو کې تر دې دمه ۲۵میلیون خلکو د کرونا ضد واکسین یو ډوز اخیستی دی.

XS
SM
MD
LG