د لاس رسي وړ اتصالات

په روسیې کې یوه الوتکه غورځېدلې؛ د ۱۷ کسانو مړي موندل شوي


د الوتکې ځینې ټوټې په دغې سیمې کې لیدل شوې
د الوتکې ځینې ټوټې په دغې سیمې کې لیدل شوې

په روسیې کې مقاماتو د یکشنبې په ورځ سپتمبر لومړۍ (سنبله ۱۱) وویل چې د دغه هېواد د لیري ختیځ د کامچاتکا په جزیرې کې یوه څرخي الوتکه غورځېدلې ده او تر دې دمه د ۱۷ کسانو مړي موندل شوي. په الوتکې کې ۲۲ تنه سپاره وو.

مقامات وايي چې الوتکه تېره ورځ له پرواز څخه لږ وروسته ورکه شوه. په الوتکې کې ۱۹ سیلانیان او درې د الوتکې عمله ناست وو.

کامچاتکا یوه زړه راښکونکې سیمه بلل کېږي، چې اورغورځونې هم په کې رامنځته کېږي او نورې طبعي ښکلاوې هم لري، سیلانیان د دې سیمې لیدو ته ډېر ځي.

د کامچاتکا والي ولادیمیر سولودوف په ټیلیګرام کې په یوې خپرې شوې ویدیو کې ویلي چې ژغورونکو د الوتکې پاتې شونې په یوې څوکې کې، چې ۹۰۰ میتره لوړه ده، موندلې دي.

د روسیې د اضطراري چارو وزارت په خپرو شویو تصویرونو کې ښودل کېږي چې د الوتکې ټوټې یوې لوړې ځنګلي څوکۍ ته نژدې پرتې دي.

د دغه وزارت یو مقام ویلي دي چې «تراوسه مو د ۱۷ کسانو مړي موندلي» دي او د ژغورني عملیات د ورځې په پای کې درول شوي دي.

غورځېدلې الوتکه Mi-8 ډوله ده چې په روسیې کې تر ډېره د ترانسپورت لپاره کارول کېږي. چارواکي وايي چې الوتکه د کامچاتکا د ویتاز هوايي شرکت له لوري تنظیم کېده چې سیلانیانو ته پروازونه برابروي.

د روسیې په لېرې ختیځ کې، چې نفوس یې کم او یوازې الوتکې ورتلای شي، د الوتکو د غورځېدو پېښې پکې کله کله رامنځته کیږي.

د ۲۰۲۱ د اګست په میاشت کې همداسې یوه بله الوتکه په همدې سیمې کې د خراب موسم له کبله په یو جهیل کې وغورځېده، چې اته تنه په کې مړه شول. په الوتکې کې ۱۶ تنه سپاره وو.

همدغه راز د ۲۰۲۱ کال د جولاۍ په میاشت کې په همدې سیمې کې یوه بله الوتکه د ناستې په مهال وغوځېده او ټول ۲۸ سپاره په کې مړه شول.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG