د کانګو دموکراتیک جمهوریت کې مقامات وايي چې د دغه هېواد په شمالي ایالت کاسندي کې په یوې کلیسا کې د چاودنې له کبله لږ تر لږه ۱۰ تنه وژل شوي او شاوخوا ۴۰ نور ژوبل شوي دي.
د چاودنې بشپړ جزیات لا څرګند شوي نه دي خو د دغه هېواد د پوځ یو ویاند انتوني موالوشايي ویلي چې د برید په تړاو یې د کینیا یو وګړی نیولی دی.
د دغه کس هویت افشا شوی نه دی او چاودنه د «اسلامي جهادي» ډلې کار بلل شوی. د کاسندي ایالت د یوګاندا سره سرحد ته نژدې دی.
په لومړینو راپورونو کې ویل شوي وو چې په چاودنې کې پنځه تنه وژل شوي دي.
د مدني ټولنې یو استازي جویل کیتاوسا د فرانسې خبري اژنس ته ویلي دي چې په چاودنې کې ۵۸ تنه ژول شوي دي.
په همدې حال کې د یوګاندا د پوځ د عملیاتو ویاند بلال کتمبا نن یکشنبه جنوري ۱۵ (مرغومې۲۵) وویل چې په چاودنې کې ۱۶ تنه وژل شوي او ۲۰ نور ژوبل دي.
نوموړي ویلي دي: «بریدګرو چاودېدونکي توکي کارولي او موږ شک لرو چې متحدو دموکراتیکو ځواکونو [ADF] به دا کار کړی وي.»
د فرانس پرس اژانس وايي په خپلواک ډول په چاودنې کې د وژل شویو کسانو شمېر تائیدولای نشي. د کانګو دموکراتیک جمهوریت د عامه اړیکو وزیر هم ویلي چې برید متحدو دموکراتیکو ځواکونو کړی دی.
داعش ډله ادعا کوي چې متحد دموکراتیک ځواکونه یې په شمالي افریقا کې ملګري دي.
دا ډله د کانګو جمهوریت په شمال کې د ۱۲۰ وسله والو ډلو په منځ کې تر ټولو خونړۍ بلل کېږي چې د زرګونو ولسي خلکو په وژلو او ډېرو بمي چاودنو تورنه ده.
د امریکا متحدو ایالتونو په ۲۰۲۱ کې متحد دموکراتیک ځواک د «بهرنیو ترهګرو سازمانونو» په لست کې شامل کړ.
د کانګو دموکراتیک جمهوریت او د ملګرو ملتونو د سوله ساتو ځواکونو ماموریت دا چاودنه غندلې ده.ر