د متحده ایالاتو ولسمشر ډونالډ ټرمپ د پنجشنبې په ورځ، فبروري ۲۷ (کب نهمه) په داسې حال کې په سپینه ماڼۍ کې د بریتانیا له صدراعظم کییر سټارمر سره ګوري چې ټرمپ د اروپا پر سوداګریزو توکو د تعارفو د لوړولو خبرداری ورکړی او غوښتنه یې کړې چې اروپا باید د خپل امنیت لپاره پر واشنګټن باندې تکیه کمه کړي.
ټرمپ همدارنګه غواړي چې د ناټو غړي هېوادونه خپله دفاعي بودیجه د خپل ناخالص عاید پنځه سلنې ته لوړه کړي. هغه له سټارمر سره له ملاقات یوه ورځ وړاندې په سپینه ماڼۍ کې د خبریالانو سره په خبرو کې پر خپل دریځ ټینګار وکړ او ویې ویل چې امریکايي مالیه ورکوونکي باید "تر هغه څه زیات لګښت ورنکړي چې اروپایان یې ورکوي."
سټارمر د سه شنبې په ورځ اعلان وکړ چې بریتانیا تر ۲۰۲۷ پورې خپله دفاعي بودیجه د خپل سړي سر عوایدو ۲.۵ او ورپسې کال ۲.۶سلنې ته لوړوي. د سټارمر ددې ناببره اقدام موخه د ټرمپ خوشحالول ښودل شوې ده.
سټارمر د بریتانیا د پارلمان غړو ته په خبرو کې له متحده ایالاتو سره د خپل هېواد اړیکې "ترټولو مهم دوه اړخیز اتحاد" یاد کړ او ویې ویل چې "دا اونۍ له ولسمشر ټرمپ سره په کتنه کې به زه روښانه کړم چې زه غواړم دا اړیکې نورې هم پیاوړې شي."
سټارمر د سه شنبې په ورځ خبریالانو ته وویل چې په اوکراین باندې د روسیې د ۲۰۲۲ کال له یرغل راهیسې د بریتانیې د دفاعي بودیجې په لوړولو فکر کېده. د هغه په خبره، دا زیاتوالی به د بریتانیې د بهرنیو مرستو د کمولو له لارې تمویل شي چې وار له مخه ډېره کمه شوې او د بریتانیا د سړي سر عوایدو یوازې ۰.۳ سلنې ته رالوېدلې ده.
سټارمر ومنله چې د دفاعي لګښتونو د زیاتولو "عاجله"پریکړه یې وروسته له هغه وکړه چې ټرمپ وغوښتل د اوکراین او اروپایانو له ګډون پرته له مسکو سره خبرې اترې وکړي او د اروپا د امنیت لپاره د متحده ایالاتو ملاتړ کم کړي.
سټارمر وویل: "ولسمشر ټرمپ فکر کوي چې موږ باید ډیر څه وکړو، او زه ورسره موافق یم. په دې اړه زما فکر هم همدا دی." هغه وویل چې په ۲۰۲۹ کې د بریتانیا د راتلونکي پارلمان د کار له پیل سره، د دفاعي لګښتونو درې سلنې ته د لوړولو هدف هم لري.
د جرمني د مارشال فنډ د جیوستراتیژی ډلې د څېړونکي، ګزین ویبر په باور، سټارمر په دې ټکي ټینګار کوي چې اروپایان باید د اوکراین په اړه په هر ډول بحثونو کې برخه واخلي.
ویبر امریکا غږ ته وویل: "دا به خورا عجیبه وي چې په اروپایانو بار زیات شي خو دا وضعیت د ستراتیژیک مسؤلیت په برخه کې منعکس نشي."
د سټاکهولم نړیوالې سولې څیړنې انسټیټیوټ په راپور کې د متحده ایالاتو د حکومت د معلوماتو په اساس، دغه هېواد په ۲۰۲۳ کې، د خپل مجموعي عاید ۳.۴ سلنه په دفاعي چارو ولګوله.
د اوکراین لپاره سوله ساتونکی ځواک
له سټارمر وړاندې، د فرانسې ولسمشر امانویل مکرون د دوشنبې په ورځ په سپینه ماڼۍ کې د اوکراین د امنیت او په راتلونکي کې د روسیې د بل یرغل د مخنیوي لپاره د اروپايي سوله ساتي ځواک د جوړولو وړاندیز وکړ او سټارمر هم ددغه پلان ملاتړ کړی دی.
د بروکینز څېړنیز مرکز شنونکي مایکل اوهانلن په باور، په دغه سناریو کې به متحده ایالات "په عادي حالاتو کې ډیر څه نه کوي" او یوازې د بحران رامنځته کېدو په صورت کې به د حمایوي ځواک رول ولري.
اوهانلن وايي چې د ټرمپ او سټارمر ممکنه ګډ دریځ د لویدیځ د یوې داسې متحدې ستراتیژۍ له رامنځته کېدو سره مرسته کوي چې د ناټو په ملاتړ جګړه پای ته ورسیږي.
هغه زیاته کړه: "په دې صورت کې به موږ په یو ښه موقف کې اوسو ترڅو د روسیې او اوکراین ترمنځ مذاکره پیاوړې کړو."
د چهارشنبې په ورځ ټرمپ په ډاګه کړه چې اوکراین باید د ناټو د غړیتوب غوښتنه "هېره" کړي او باید له واشنګټن څخه ډیره تمه ونلري.
ټرمپ وویل: "زه به د امنیت تضمین خورا ډیر زیات نکړم. موږ له اروپا څخه غواړو چې دا کار وکړي، ځکه چې موږ د اروپا د ګاونډ په اړه خبرې کوو."
د مسکو سره د خبرو اترو سربیره، ټرمپ له کیف سره هم د یوې معاملې ټینګار کړی چې له مخې به یې متحده ایالات د اوکراین معدنونو ته لاسرسی ومومي او د متحده ایالاتو د پخواني ولسمشر جو بایډن د ادارې پر مهال اوکراین ته ورکړل شوې د جګړې د ملاتړ پیسې بیرته ترلاسه کړي.
ټاکل شوې چې د اوکراین ولسمشر ولادمیر زیلینسکي د جمعې په ورځ په سپینه ماڼۍ کې له ټرمپ سره وګوري.
فورم \ دبحث خونه