د اوکراین د حکومت یو چارواکي سه شنبه فبروري ۲۵ ( کب اوومه) ویلي چې هیواد یې د متحده ایالاتو سره د معدني موادو د موافقې شرایط منلي او ښایي چې دا موافقه د همدې راتلونکې جمعې په ورځ، فبروري ۲۸ مه لاسلیک شي.
کیف هیله لري چې پدې موافقې سره به واشنګټن ورته امنیتي ضمانت ورکړي.
د اوکراین د حکومت دې لوړ پوړي چارواکي د نوم نه ښودلو په شرط د فرانس پریس خبري اژانس ته ویلي چې د موافقې په مسودې کې د "امنیت" یادونه هم شوې خو پدې هکله یې جزیات ندي ورکړي چې متحده ایالاتو پدې برخې کې څه ډول ژمنې کړي.
دې چارواکي همدرانګه ویلي چې د موافقې له مخې به متحده ایالات د اوکراین سره په ګډه پدې هیواد کې نادره معدني موادو ته چې په ټکنالوژۍ کې ترې کار اخیستل کیږي، انکشاف ورکړي او عاید به یې د "اوکراین – امریکا ګډ صندوق" کې اچول کیږي چې تازه تاسیس شویدی.
دې چارواکي ویلي چې په موافقې کې " یوه عمومي ماده ده چې وایي امریکا به په خپلواک او نیکمرغه اوکراین کې پانګه واچوي او دا چې د تل پاتې سولې لپاره به کار کوي او امریکا د هغو هڅو ملاتړ کوي چې (په اوکراین کې) د امنیت ضمانت ورکوي".
د اوکراین د حکومت دې چارواکي همدارنګه وویل چې لا هم په موافقې باندې حکومتي چارواکي کار کوي او زیاته یې کړه چې جمهور رئیس ولادمیر زیلینسکي ښایي د همدې راتلونکې جمعې په ورځ متحده ایالاتو د موافقې د لاسلیک لپآره ولاړ شي.
سپینې ماڼۍ د سه شنبې په ورځ د دې موضوع په هکله له تبصرې ډډه وکړله.
سره لدې چې د ۲۰۲۲ کال د فبروري میاشتې راهیسې چې روسیې په ګاونډي هیواد اوکراین یرغل کړی، د متحده ایالاتو په ګډون اروپایي او نورو هیوادونو مسکو او پخپله جمور رئیس ولادمیر پوتین منزوي کړی.
خو د متحده ایالاتو جمهور رئیس ډونالډ ټرمپ سپینې ماڼۍ ته تر راتګ وروسته، د مسکو په هکله د خپل هیواد پالیسي په بشپړه توګه بدله، د هغه سره یې په ټیلیفون کې خبرې وکړلې او همدارنګه د متحده ایالاتو جګپوړو چارواکو په سعودي عربستان کې د روسیې د استازو سره پداسې حال کې وکتل چې اوکراین ته پکې هیڅ بلنه نه وه ورکړل شوې.
اوکراین هیله لري چې د معدني موادو پر سر موافقه به د کیف او واشنګټن اړیکو په غوره کېدو کې مرسته وکړي. جمهور رئیس زیلینسکي د معدني موادو دې موافقې په بدل کې د واشنګټن څخه امنیتي ضمانت غواړي او پدې ټینګار کوي چې داسې یوه موافقه کول غواړي چې د دې هیواد په ګټه وي.
هغه زیاته کړه، " زه داسې څه نغواړم چې د اوکراین ۱۰ نسلونه یې باید ادا کاندي".
د ۲۰۲۲ کال د فبروري میاشتې راهیسې چې روسیې په ګاونډي هیواد اوکراین یرغل کړی، د کیف سره تر ټولې ډیرې مرستې واشنګټن کړیدي.
د نړیوال اقتصاد لپاره د جرمني کایل انسټیټیوټ ویلي چې متحده ایالاتو پدې تیرو دریو کالونو کې چې د روسیې – اوکراین جګړه پیل شوې، امریکا د کیف سره د ۱۲۸ میلیارده ډالرو په ارزښت نظامي او بشري مرستې کړیدي پداسې حال کې چې ټولو اروپایي هیوادونو په همدې مودې کې اوکراین ته یوازې ۱۲۴ میلیارده ډالر د مرستې په توګه ورکړي.
تر دې وړاندې ښاغلي زیلینسکي ویلي و چې د موافقې په مسودې کې راغلي چې کیف باید د هر یو ډالر په مقابل کې چې واشنګټن دې هیواد ته پدې تیرو دریو کالونو کې د مرستې په توګه ورکړي، دوه ډالره ورکړي او زیاته یې کړه داسې موافقه به لاسلیک نه کړي چې بوج به یې د دې هیواد نسلونو ته پاتې شي.
امریکا پدې موافقې کې د اوکراین د نادرو معدني موادو نیمایي برخه غوښتې وه چې په ټکنالوژۍ کې ترې کار اخیستل کیږي خو جمهور رئیس زیلینسکي د واشنګټن دا غوښتنه رد کړې وه.
فورم \ دبحث خونه