د لاس رسي وړ اتصالات

د کالیفورنیا ایالت په ځنګلونو کې د اور لګیدو له کبله زرګونو خلکو خپل کورونه پریښي


د متحده ایالاتو د کالفورنیا ایالت په ځنګلونو کې اور چې د جمعې په ورځ بل شوی، یکشنبه جولای ۲۴ (زمری۲) یې لمن دومره پراخه شوه چې چارواکي مجبور شول د سیمې څخه زرګونه کسان خوندي سیمو ته ولیږدوي.

د دې ایالت د ځنګلونو او اور د خوندیتوب ادارې په راپور کې ویل شوي چې سیمې ته یې تر ۲۰۰ ډیر اور وژونکي او ۱۷ هیلوکوپترې استولي چې اور مړ کړي.

په راپور کې ویل شوي چې اور پدې تیرو دوو ورځو کې څه باندې ۵۷۵۰ هکتاره ځمکه سوځولې او اور وژونکو یې تر اوسه هیڅ یوه برخه هم نده کابو کړې. دې ادارې همدارنګه ویلي هغه سیمه چې اور پکې لګیدلی له یوې خوا هوا پکې ډیره ګرمه ده او له بلې خوا لندبل لږ دی او دې دواړو د اور وژونکو هلې ځلې ستونزمنې کړیدي.

د کلفورنیا ایالت د ځنګلونو او اور د خوندیتوب د ادارې مشر هیکټر واسکیوز د اور لګیدل د یوې چاودنې سره پرتله کړي او ویلي یې دي چې په سیمه کې یوزاې ایرې، سوځیدلي موټر او د خلکو سوځیدلي کورونه پاتې دي.

اور تر اوسه د خلکو د اوسیدو ۱۰ جایدادونه سوځولي او ۵ نورو ته یې څه نا څه زیان اړولی او زرګونه نور د سوځیدو د خطر سره مخ دي. د عاجلو چارو کار کوونکي د سیمې څخه ګڼ شمیر کسان خوندي سیمو ته وړي.

ښاغلي واسکویز ویلي چې تر ۶ زرو ډیر کسان د سیمې څخه خوندي ځایونو ته وړل شوي.

یوه میرمن چې د اور د سیمې څخه ایستل شوې په سیمه کې خبریالانو ته وویل، "زه چې راوتلم وضعیت ډیر ډاروونکی و ځکه چې ایرې زمونږ په لور راتلې. ما پخپلو سترګو ولیدل چې لمبې پورته کیدلې. داسې ښکاریدې لکه زمونږ د کور د پاسه چې وي او په چټکۍ سره زمونږ په لور راروانې وي".

د کالیفورنیا والي ګیون نیوسم د شنبې په ورځ د ماریپوسا په ولسوالۍ کې چې د اور پکې لیګدلی، بیړنی حالت اعلان کړ.

XS
SM
MD
LG