د لاس رسي وړ اتصالات

د کاناډا ځنګلونو کې لګیدلي اورونه ښایي ټول اوړی روان وي


چارواکي وایي چې شاوخوا ۳.۸ هکتاره ځنګلونه سوځیدلي دي.
چارواکي وایي چې شاوخوا ۳.۸ هکتاره ځنګلونه سوځیدلي دي.

په کاناډا کې چارواکو شنبه جون ۱۰ (غبرګولي۲۰) خبردرای ورکړی چې د دې هیواد په ځنګلونو کې د بل شويو اورونو لمبې د قابو کیدو څخه وتلي او ښایي دا لمبې ټول اوړی روانې وي.

پدې اورونو کې تر اوسه ۱۷۸۰۰ میله مربع ځنګلي سیمې سوځیدلي او زرګونه خلک اړ شوي چې خپل کور کلی پریږدي او خوندي سیمو ته کډه شي.

تر ټولو ډیر د دې هیواد په لویدیځ کې ځنګلونه سوځیدلي. سره لدې چې یو څو ورځې وړاندې د اور لمبې یو څه آرامه شوې وې خو د البرټا په ایالت کې د جمعې په ورځ یو ځل بیا اور شدت واخیست او د ایډسن ښارګوټي څخه د دویم ځل لپاره خلک خوندي سیمو ته ولیږدول شول.

د البرټا ولایت د یلو هیډ په ولسوالۍ کې چارواکو ویلي چې د اور لمبې دومره شدیدې شوي چې د اور وژنې عمله اړ شوه د سیمې څخه ووځي ځکه چې د اور مړ کول یې تر توان پورته و.

د سیمې یوې اوسیدونکې هایلي وایټس د کاناډا ملي خپرونې سره په مرکې کې ویلي چې د ایډسن ښارګوټي څخه خلک تښتیدلي.

میرمن وایټس په مرکې کې وویل، " کله چې خلک په وارخطایۍ کې یو دم د وتلو پریکړه کوي، داسې ښکاري لکه د تیښتې په حال کې چې وي. د خلکو سره دا پوښتنې دي چې کور به یې څنګه کیږي".

په همدې حال کې د برټش کولمبیا د ټمبلر ښارګوټي څخه ۲۴۰۰ کسان ایستل شوي ځکه چې د اور لمبې د دې ښار څخه یوازې څو میله لیرې دي او ښایي دا ښارګوټی هم زیانمن کاندي.


د کاناډا د چاپیریال ساتنې مسؤلین وایي چې د دې هیواد په ځنګلونو کې اوس مهال په ۴۱۶ بیلا بیلو سیمو کې اورونه لګیدلي او ټول یې دومره شدید دي چې کنټرول کیدلی نشي.

د کاناډا د ځنګلونو دغه اور په متحده ایالاتو کې هم په څه دپاسه ۱۱۱ میلیون وګړو ناوړه اغیز کړی دی او له نیویارک څخه نیولې تر شیکاګو او د امریکا د اتلانتیک سمندر ساحلي ښارونو او ایالتونو اوسیدونکو ته مقاماتو خبرداری ورکړی چې خپلې روغتیا ته پام وکړي او له کوره بهر ماسک وتړي.

د کاناډا حکومت د اور د کنټرولولو لپاره د اور وژونکو سربیره سیمې ته پوځي ځواکونه استولي دي.

XS
SM
MD
LG