د لاس رسي وړ اتصالات

ټرمپ: کروناویروس ښایي په امریکا کې ۱۰۰زره کسان مړه کړي


د امریکا د متحده ایالاتو جمهور رئیس دونالد ټرمپ
د امریکا د متحده ایالاتو جمهور رئیس دونالد ټرمپ

د امریکا د متحده ایالاتو جمهور رئیس دونالد ټرمپ ویلي چې کروناویروس به په امریکا کې د ۷۵ نه تر ۱۰۰ زرو پورې کسان مړه کړي.

هغه دمخه وړاندوینه کړې وه چې دغه ویروس به په امریکا کې ښایيله ۶۰ نه تر ۸۰ زرو پورې کسانو د مړینې سبب شي.

د امریکا جمهور رئیس تیره شپه مۍ درېیمه (غوایي ۱۴) د زیاتې مالي مرستې غوښتنه وکړه.

ښاغلي ټرمپ وویل فدرالي حکومت ښایي سمدستي مالي مرستې شپږو تریلیون ډالرو ته لوړې کړي. د امریکا ګانګرس تر اوسه د کروناویروس د سمدستي مرستو لپاره درې تریلیون ډالر تصویب کړي دي.

تر اوسه دغه درې تریلیون ډالر د کوچنیو سوداګریو د ژغورنې، روغتونونو ته د تجهیزاتو د برابرولو او ددې هیواد اوسیدونکو ته د نغدو پیسو په ورکولو لګول شوي دي.

د امریکا د سنا جرګه نن د دوشنبې په ورځ می څلورمه (غوایي ۱۵) بیرته په کار پیل کوي، خو د امریکا د استازو د جرګې رئیس ویلي دي چې د ډاکترانو د سپارښتنې په اساس به عمل وکړي.

کروناویروس د چین لابراتوار کې جوړ شوی

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پمپیو هم د ولسمشر خبره تاید کړې ده چې د کرونا ویروس د چین په لابراتوار کې جوړ شوی دی. ښاغلي‌ پمپیو وویل چې زیات شواهد شته چې کروناویروس د چین د ووهان ښار په یو لابراتوار کې جوړ شوی دی.

خو هغه ونه ویل چې آیا امریکا پدې باور ده چې دغه ویروس په قصدي توګه خپور شوی دی او که نه.

ښاغلي پمپیو زیاته کړه: "مونږ کولای شو تائید کړو چې د چین د کمونیست ګوند هر هغه څه چې یې وکولای شول وکړل تر څو نړۍ ونه شي کړای چې په وخت سره په هغه څه پوه شي چې پیښیدل."

کروناویروس د تیر کال د دسمبر په میاشت کې د چین د هوبي ولایت په ووهان ښار کې پیدا شوشو او تر اوسه د نړۍ ۱۸۷ هیوادونو او سیمو ته خپور شوی او په یو وژونکې وبا اوښتی دی.

د امریکا د جانز هاپکینز د پوهنتون د شمېرو له مخې د دوشنبې د ورځې تر سهاره (واشنګټن ډي سي وخت) مۍ څلورمې (غوایي ۱۵) پورې په نړۍ کې ۲۴۷ زره کسان د کروناویروس په وجه مړه شوي او څه دپاسه درې میلیونه او ۵۱۹ زره کسان پرې اخته شوي دي.

XS
SM
MD
LG