د لاس رسي وړ اتصالات

یونیسف: خوست او کونړ کې د پاکستان هوايي بریدونو کې ۲۰ ماشومان وژل شوي


عکس(ارشیف)
عکس(ارشیف)

د ماشومانو لپاره د ملګرو ملتونو د ملاتړ صندوق یا (یونیسف) وايي، په خوست او کونړ ولایتونو کې د پاکستان هوايي بریدونو کې ۲۰ماشومان وژل شوي دي.

په افغانستان کې د یونیسف استازي محمد اګ ایویا د چهارشنبې په ورځ اپرېل ۲۰(وري ۳۱) پر خپل ټویټر پاڼه لیکلي چې په وژل شویو ماشومانو کې ۱۵ نجونې او پنځه هلکان و.

ښاغلي ایویا زیاته کړې چې له یادو ماشومانو څخه دولس نجونې اودرې هلکان په خوست او درې نجونې او دوه هلکان په کونړ کې پخپلو کورنو کې په داسې حال کې چې ویده و وژل شوي دي.

په افغانستان کې د یونیسف استازي د یادې پېښې په اړه اندېښنه ښودلې او د ماشومانو په وړاندې د هر ډول تاوتریخوالي بندېدو غوښتنه یې کړې ده.

یونیسف له ټولو ښکېلو لورو څخه د ماشومانو او ملکي وګړو د خوندیتوب غوښتنه کړې ده.

په خوست ولایت کې د طالبانو سیمه ییز چارواکو د اپرېل ۱۶ (وري ۲۷) امریکا غږ ته وویل چې د دغه ولایت په سپېرې ولسوالۍ کې د پاکستان په هوايي بریدونو کې ۴۱ ملکي وګړي وژل شوي او ۲۲ نور ټپیان شوي دي.

د دې ترڅنګ د کونړ په ولایت کې د طالبانو د اطلاعاتو او فرهنګ رئیس مولوي نجیب الله امریکا غږ ته وویل چې په همدغه شپه د شلتن ولسوالۍ په چوګام سیمه کې د پاکستاني ملېشو په توغندیزو بریدونو شپږ ملکي وګړي وژل شوي دي.

د طالبانو حکومت د پاکستان د هوايي ځواکونو دا برید غندلی او ویاند یې ذبیح الله مجاهد په خپل ټویټر کې لیکلي دي ‌چې پاکستان دې بیا «اشتباه نه تکراروي او د افغانانو حوصلې دې نه ازمايي» چې په خبره یې بدې پایلې به ولري، خو نه یې دي ویلي‌چې څه ډول بدې پایلې.

تر یادو بریدونو وروسته په کابل کې د پاکستان سفیر منصور احمد خان د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت لخوا احضار شو او د دغه بریدونو د بیا تکرار مخنیوي غوښتنه یې وکړه.

د پاکستان پوځ د دغو هوايي بریدونو په اړه لا تر دې دمه کومه تبصره نه ده کړې خو له دغو بریدونو وروسته د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت په یوې اعلامیې کې له طالبانو غوښتي دي چې د هغو اور پکو په ضد «جدي اقدامات» وکړي چې له «افغان خاورې څخه په پاکستان کې بریدونه» کوي.

طالبان دا خبره نه مني چې ګنې دوی دې د پاکستان ضد عناصرو او یا پاکستاني طالبانو ته دې پناه ورکړې وي.

پر افغان خاوره د پاکستان بریدونه په پراخه کچه وغندل شول او په افغانستان کې د ملګرو ملتونو سیاسي استازولۍ وویل چې په دغه بریدونو کې د اوښتو زیانونو په اړه څېړنې کوي.

په ملګرو ملتونو کې د افغانستان دایمي استازي نصیر احمد فایق تیره ورځ وویل چې په خوست او کونړ کې د پاکستان د هوايي بریدونو په اړه د اسلام اباد په اړه د امنیت شورا ته شکایت کړی دی.

XS
SM
MD
LG