د لاس رسي وړ اتصالات

د " یوه کمربند او یوې لارې" لویه غونډه پای ته ورسیده


د چین جمهور رئیس شي جین پینګ وايې چې هیڅ هېواد په یواځې سر نشې کولې د نړۍ ستونزې حل کړي.

شي جین پنګ د "یوه کمربند او یوې لارې" د عالي غونډې په دویمه او وروستۍ ورځ د سیمې او نړۍ مشرانو ته په خطاب کې وویل چې نړیوال رهبران باید د خلکو اقتصادي پیوستون او اتحاد قوي کړي.

جمهور رئیس شي په خپلو خبرو کې د چين له تجارتي پلان سره د ۱۲۴ میلياردو ډالرو مالي مرستې اعلان وکړ.

د یوه کمربند یوې لارې په غونډه کې د روسیې د جمهور رئیس ولادیمیر پوتین په شمول د ۲۹ هېوادونو مشرانو ګډون کړی و. له اروپايي ټولنې څخه بیا کوم مهم رهبر دې غونډې کې ګډون نه و کړی.

د چین په نوښت د میلاردونو ډالرو پروژه له آرام سمندر څخه نیولې د جنوبي او مرکزي آسیا له لارې د اروپا او افریقا ٦٥ هېوادونو ته غځیږي.

په دې پروژه کې سمندري بندرگاوې، د اورګاډي پټلۍ، صنعتي او تجارتي مرکزونه او د سترو ښارونو ترمنځ د لویو لارو جوړول شامل دي.

د آسیا پرمختیایي بانک وایي په دې روانه لسیزه کې آسیا ۷ تریلیون ډالرو ته اړتیا لري او د چین لخوا ددغې لویې پروژې پیل کیدل به د اړتیا وړ مبلغ زیاته برخه پوره کړي.

لدې سره سره، د روسیې، امریکا، او هند په شمول ډېر شمیر ستر هیوادونه د چین له دغې نړیوالې پروژې اندیښمن دي چې په ګومان یې بیجینګ د اقتصادي لارو په نړۍ کې د خپل سیاسي نفوذ د زیاتوالي لپاره کوښښ کوي.

د شي بهرنۍ تگلاره

"یوه کمربند یوه لاره" د چین د جمهور رئیس شي جین پینګ نوښت دی او په دوه ورځنۍ غونډه کې یې هڅه وکړه چې د چین د آزادې سوداګرۍ تګلاره روښانه کړي.ددې برخلاف د امریکا جمهور رئیس ډانلډ ټرمپ پر وارداتو د محدویتونو پر لګولو ټینګار کوي.

د چین حکومت ژمنه کړې چې دغه هېواد به د ورېښمو لارې د بیا احیا کولو له بودیجې سره د ۱۴.۵ میلیاردو ډالرو مرسته وکړي. چینايي رهبرانو ویلي چې مخ پر ودې هېوادونو او نړیوالو سازمانونو ته به ۸.۷ میلیارد ډالر ورکړي.

XS
SM
MD
LG