د لاس رسي وړ اتصالات

چین د بوچا د پېښې په اړه د پلټنو غوښتنه وکړه 


د اوکراین چارواکي وايي چې روسي ځواکونو په بوچا کې قتل عام کړی
د اوکراین چارواکي وايي چې روسي ځواکونو په بوچا کې قتل عام کړی

د چین حکومت د اوکراین مرکز ته نژدې د بوچا په ښارګوټي کې د ولسي خلکو د وژل کېدو او تلفاتو په اړه د پلټنو غوښتنه وکړه، خو د پړې ګوته یې چاته نه ده نیولې.

د چین د بهرنیو چارو وزارت ویاند ژاو لیجان نن چهارشنبه اپریل شپږمه (وري۱۷) خبریالانو ته وویل چې په بوچا کې ولسي تلفات «د ژورې اندېښنې» وړ دي خو د بشپړو حقایقو تر معلومېدو پورې باید له ملامتۍ او ملامت کولو څخه ډډه وشي.

څو ورځې مخکې د اوکراین پلازمینې کیف ته نژدې د بوچا له ښارګوټي څخه روسي ځواکونه په شا وتمبول شول، له هغه وروسته خپلواکو نړیوالو رسنیو په سیمه کې داسې مړي ولیدل چې ولسي جامې یې په تن او لاسونه یې هم تر شا تړل شوي‌وو.

اوکراین وايي روسي ځواکونو دلته قصدآ ولسي خلک «قتل عام» کړي او تر دې دمه د دوی په وینا څه باندې ۴۰۰ مړي موندل شوي دي.

خو د چین د بهرنیو چارو وزارت ویاند وویل: «حقیقت او د پېښې علت باید دقیق تصدیق شي. ټولې خواوې د تحقیقاتو تر پایلو پورې باید له بې اساسه تورونو څخه ډډه وکړي.»

اسوشیټډ پرس وايي‌ له اوکراین څخه د ولسي خلکو د تلفاتو خپاره شوي تصویرونه، چې «قتل عام» بلل کېږي، شاید په اوکراین باندې د روسیې د یرغل په اړه د عامه افکارو د کنترول لپاره د چین هڅې پیچلې او ټکنۍ کړي، چین تر دې دمه په اوکراین باندې د روسیې یرغل نه دی غندلی.

خو د بهرنیو چارو وزارت ویاندې یې وویل چې چین په اوکراین کې د « بشري بحران د کمولو لپاره» د ټولو اقداماتو او ابتګاراتو ننګه کوي او «چمتو دی چې ولسي خلکو ته د هر ډول تلفاتو د مخنیوي لپاره له نړیوالې ټولنې سره ګډ کار روان وساتي».

تر دې مخکې په ملګرو ملتونو کې د چین استازي ژانګ جون هم ددغې پېښې په اړه د پلټنو غوښتنه کړې وه او د ولسي خلکو د تلفاتو په اړه یې خپاره شوي‌ راپورونه خواشینوونکي‌ بللي وو.

نوموړي تېره ورځ د اوکراین د وضعیت په اړه د ملګرو ملتونو د امنیت شورا غونډې کې وویل: «اړوند حالت او د پېښې دقیق علتونه باید تصدیق شي. تر څو پورې چې دا قضیه ښه روښانه کېږي، ټولې خواوې باید له بې اساسه تورونو څخه ډډه وکړي.»

چین تر دې دمه د اوکراین د جګړې له کبله په روسیې باندې انتقاد نه دی کړی او تل یې په خبرو تاکيد کړی دی. بیجینګ همدغه راز امریکا او ناټو تورنوي چې جګړه پاروې او اوکراین ته د وسلو په استولو سره جګړه نوره هم زیاتوي.

اسوشیتډپرس وايي‌ چې په چین کې واکمن کمونست ګوند رسنۍ تر کنترول لاندې لري او د روسیې په ګټه خپرونې کوي او آن د اوکراین د جګړې په اړه د روسیې غلط معلومات او نظریات هم خپروي.

د بوچا څخه د ولسي‌ تلفاتو د تصویرونو له خپرولو وروسته د امریکا ولسمشر جوبایډن د ورسیې ولسمشر ولاديمیرپوتین «جنګي مجرم» وباله او د محاکمې غوښتنه یې وکړه. اروپايي هېوادونو هم دا وژل غندلي او «جنګي‌ جنایات» یې بللي دي.

د ملګرو ملتونو د بشري حقونو سازمان وايي ښايي په بوچا کې خلک قصدآ وژل شوي وي او دا کار د نړیوال قانون په اساس «جنګي‌ جنایت» دی.

روسیه دا تورونه ردوي او وایي‌ چې خپاره شوي‌ تصویرونه «جعلي» دي. روسیې د فبرورۍ په ۲۴مه په اوکراین یرغل پیل کړ، امریکا او ناټو دا یرغل وغنده، په روسیې باندې یې اقتصادي بندیزونه ولګول او له اوکراین سره یې پوځي او بشري مرستې پیل کړي.

XS
SM
MD
LG