د لاس رسي وړ اتصالات

چین د امریکا د نفوذ په سیالۍ کې د آسیایي هېوادونو غونډه بللې


د لسو اسیایي هېوادونو دا غونډه سبا سه شبنه په چین کې کیږي
د لسو اسیایي هېوادونو دا غونډه سبا سه شبنه په چین کې کیږي

پر سیمې د نفوذ ساتلو او زیاتولو لپاره د واشنګټن او بیجینګ ترمنځ د رقابت په ترڅ کې د چین د بهرنیو چارو وزارت وايي په همدې اونۍ کې به د جنوب ختیځې اسیا د لسو هېوادونو د بهرنیو چارو د وزیرانو غونډې کوربه وي.

د چین دولتي رسنۍ وايي چې دا غونډه به د سه شنبې په ورځ جون اتمه (غبرګولي ۱۸) وشي چې د ګرځندوی د بهیر په بیا پیلېدو، اقتصادي راشه او درشه، د کرونا ویروس سره د مبارزې په ښې همغږۍ او نورو مسائیلو چې کرونا ویروس زیانمن کړي،‌ خبرې وشي.

همدغه راز دوی به په دې هم غږیږي چې د کرونا واکسین «پاسپورټ» جوړ کړي‌ چې خلکو ته تګ راتګ اسانه شي.

تمه کیږي چې د چین د بهرنیو چارو وزیر به د دغو لسو اسیايي‌ هېوادونو د بهرنیو چارو له وزیرانو سره جلا جلا ګوري.

بیجینګ هلې ځلې کوي چې د جنوب ختیځې اسیا د ملتونو سازمان په غړو باندې نفوذ زیات کړي، سره له دې چې چین له دغو ځینو هېوادنو سره د «چین په جنوب سمندر» کې ستونزې هم لري.

فلپین په وار وار شکایت کړی دی چې د چین بېړۍ په هغو سیمو کې لنګر اچوي چې فلپین یې د مالکیت ادعا لري.

مالیزیا تېره اونۍ اعتراض وکړ چې د چین ۱۶ پوځي الوتکو د دوی هوايي حریم نقص کړی او دا کار یې «ملي حاکمیت او د الوتکو د مصونیت په ضد جدي ګواښ» وګاڼه.

په همدې حال کې د چین د بهرنیو چارو وزارت ویاند وانګ وینبن وویل: « په تېرو دریو لسیزو کې د جنوب ختیځي اسیا د ملتونو سازمان ډېر پرمختګ کړی او د اسیا پاسفیک په سیمه کې د همکارۍ یوه متحرکه او ډېره کامیابه بېلګه ده.»

د امریکا متحدو ایالاتو، چې د چین په جنوب سمندر کې یې خپل فعال پوځي حضور او له سیمې سره قوي روابط ساتلي، د چین د زیاتېدونکي موجودیت او پر امنیت یې د اغیز په اړه اندېښنه ښودلې ده. امریکا په ځانګړې ډول په ماتېدونکیو دموکراسیو باندې د بیجینګ د سیاسي نفوذ په اړه اندېښنه لري.

د امریکا د بهرنیو چارو مرستیال وزیر وینډي شیرمن د کمبودیا له صدراعظم هن سین سره تېره اونۍ ملاقات وکړ او د «ریم بحري اډه» کې یې د چین په نویو رغنیزو چارو باندې تمرکز وکړ. هغه د کمبودیا له مشرتابه څخه وغوښتل چې د «کمبودیا د خلکو د ګټې په اساس، یوه مستقله او متوازنه بهرنۍ تګلاره» خپله کړي.‌

اسوشیتډپرس وايي چې چین بیا په سیمه کې د امریکا د بحري ځواکونو موجودیت د سیمې د امنیت لپاره خطر ګڼي. بیجینګ همدغه راز له تایوان سره د امریکا په قوي اړیکو انتقاد کوي.

تایوان خپله اداره لري چې چین یې د مالکیت ادعا کوي او ګواښ یې کړی چې له پوځي لارې به یې تر خپل کنترول لاندې راولي.

په همدې حال کې واشنګټن تېره ورځ اعلان وکړ چې تایوان ته به د کرونا واکسین ۷۵۰زره ډوزه ورکوي، تایوان شکایت کړی و چې د کرونا ویروس د ترلاسه کولو په برخه کې یې چین یې د هلو ځلو مخه نیسي. درې امریکایي سناتوران تایوان ته تللي دي،‌ دوی د تایوان له ولسمشر او ځینو نورو چارواکو سره لیدلي دي.

XS
SM
MD
LG