د لاس رسي وړ اتصالات

امریکا د هانګ کانګ په اړه د چین د ژمنو عملي کیدل غواړي


ښاغلي پنس وویل له چین سره به د قرار داد کول ډیر ستونزمن وي
ښاغلي پنس وویل له چین سره به د قرار داد کول ډیر ستونزمن وي

امریکايي چارواکي وایې تر هغه چې بیجینګ د هانګ کانګ په اړه خپلې ژمنې عملي نه کړي، چین به له واشنګټن سره د تجارتي قرار داد په کولو بریالی نه شي.

د امریکا د جمهور رئیس مرستیال مایک پنس خبرداری ورکړی چین به تر هغه د امریکا د تجارت قرار داد ترلاسه نکړي څو په ۱۹۸۴ میلادي کال کې یې د هانګ کانګ په اړه خپلو تعهداتو ته درناوی کړی نه وي.

نوموړي د هانګ کانګ له مظاهره کوونکو او چینايي چارواکو وغوښتل چې خپل مشکلات له سوله ایزې لارې هواري کړي.

مایک پنس وویل:" ددې لپاره چې امریکا له چین سره قرار داد وکړي، بیجینګ ته پکار ده خپلو هغو تعهداتو ته درناوی وکړی چې چین په ۱۹۸۴ کال کې د بریټانیا د مشترکي اعلامیې له مخې د هانګ کانګ د قوانینو د بشپړتیا په اړه کړي دي."

ښاغلي پنس زیاته کړه له چین سره به د قرار داد کول ډیر ستونزمن وي که په هانګ کانګ څه ناوړه پيښ شي.

هغه ډاډ ورکړد امریکا حکومت به په دوامدار ډول له بیجینګ څخه وغواړي چې په سوله ایز ډول عمل وکړي.

د هانګ کانګ د حکومت وړاندیز

د هانګ کانګ اجرایه رئیسې کاري لام نن سه شنبه (اګست۲۰) وویل حکومت یې چمتو دی چې له مظاهره کوونکو سره چې په ښار کې د توپیرونو د له منځه وړلو په هدف د میاشتو راهیسې مظاهرې کوي، خبري وکړي.

میرمن لام زیاته کړه، یوه حقیقت موندونکې ډله به د مظاهره کوونکو قضیې او د پولیسو ځوابونه وڅیړي.

میرمن لام وویل: " موږ به د ټولنې د مختلفو برخو له وګړو سره د خبرو لپاره ډیر ژر یوه تګلاره جوړه کړو. موږ غواړو دا کار په ډیر صدق او تواضع وکړو. زه او زما مهم چارواکي ژمن یو چې خلکو ته غوږ ونیسي."

د مظاهره کوونکو غبرګون

د هانګ کانګ د مظاهرو سمبالونکو د خبرو لپاره د یوې تګلارې د جوړیدو په اړه د اجرایه رئیسې غوښتنه رد کړې او دا یې تیر ایستونکی کار او د وخت ضایع کول بللي دي.

د مظاهره کوونکو یوه مسول وانګ یک مو وايي کاري لام د مظاهره کوونکو غوښتنو ته چې د واقعي دیموکراسي او د پولیسو د وحشي چلند په اړه د خپلواکو څیړنو هڅه کوي ، ځواب نه ورکوي.

د دیموکراسي پلویان وايي حکومت دوی د ټولنې د یوې برخې په توګه نه مني او که له دوی سره خبرې غواړي نو په تیرو څو اوونیو کې دې د شویو تاوتریخوالو د څیړلو لپاره یو خپلواک کمیسیون جوړ کړي.

په تیرو څو میاشتو کې په هانګ کانګ کې پراخې مظاهرې شوي چې د تیرې یکشنبې په ورځ یو اعشاریه اوه میلیونه کسان سړکونو ته راووتل.

د فیسبوک او ټویټر اقدام

ټویټر او فیسبوک یو شمیر هغه پاڼې او اکونټونه چې د چین د حکومت ملاتړ ورسره وو له منځه وړي دي.

ټویټر وايي څه باندې ۲۰۰ زره اکونټونه یې چې په هانګ کانګ کې سیاسي اختلافاتو ته لمن وهل له منځه وړي دي او ددې شواهد لري چې دغو اکونټونو د چین حکومت په ملاتړ فعالیت کاوه.

فیسبوک هم ویلي دي یو شمیر اکونټونه او پاڼې یې چې د چین د حکومت سره همکار وو له منځه وړي دي. ددغو اکونټونو له لارې هڅه کیدل چې د هانګ کانګ مظاهره کوونکي خشن وښودل شي.

په هانګ کانګ کې مظاهرې د څو میاشتو راهیسې د استراد د هغې جنجالي لایجې پر ضد پیل شوي چې له مخې یې مجرمین د محاکمه کیدو لپاره چین ته استول کیږي.

XS
SM
MD
LG